تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسیا جام: افغانستان بنګله دېش ته لویه ماتې ورکړه
افغانستان د اسیا جام کرېکټ سیالیو په ترڅ کې نن په خپله دویمه لوبه کې بنګله دېش ته په ۱۳۶ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، چې بنګله دېش ته یې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه.
بنګله دېش لوبډله د افغانستان له لوري د ۲۵۶ منډو هدف ته رسېدو لړ کې په دوه څلوېښتم اوور کې د ۱۱۹ منډو له تر لاسه کولو وروسته له میدانه بهر شوه.
د افغانستان د اننګز پیل ښه نه و او په ۲۸ منډو یې د احسان الله جنت او رحمت شاه وېکټې له لاسه ورکړې، خو د محمد شهزاد ۳۷ منډو او همدا رنګه د حشمت الله شهیدي ۵۸ منډو د افغانستان اننګز ته یو څه ثبات ورکړ.
د دوی له هڅو سره سره یو وخت افغانستان یوازې په ۱۶۰ منډو خپلې ۷ وېکټې له لاسه ورکړې وې.
په همدې حساس وخت کې راشد خان او ګلبدین نایب سره ملګري شول او د ۹۵ منډو ملګرتیا یې وکړه.
راشد خان، چې په دې ورځ یې خپله شلمه کلیزه هم لمانځله، په ۳۲ توپونو ۵۷ منډې وکړې او د افغانستان د اننګز ټوله بڼه یې ور بدله کړه.
د لوبې ډګر کې د دغو دوو لوبغاړو ملګرتیا لوبه د بنګله دېش بالرانو یا توپ اچوونکو له لاسه وایستله.
راشدخان د دغې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
ورسره ګلبدین نایب هم په ۳۸ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې. په پای کې افغانستان په ۵۰ اورونو کې په ۷ وېکټو ۲۵۵ منډې وکړې.
د بنګله دېش د اننګز پيل ښه نه و او په ۴۳ منډو یې خپلې ۴ وېکټې له لاسه ورکړې. په پای کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۱۹ منډو وسوځېده.
کله چې لوبه نیمايي ته ورسېده، یعني له ۲۵ اوورنو وروسته بنګله دېش لوبډلې ۸۵ منډې درلودې او نیمايي یعني پنځه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.
د ۹۰ منډو له جوړېدو وروسته د بنګله دېش شپږمه وېکټه هم د راشدخان په لاس واخیستل شوه او ټیک له لسو منډو ورکولو وروسته چې د بنګله دېش منډې ۱۰۰ شوې رحمت شاه د مهدي حسن وېکټه هم تر لاسه کړه.
جالبه دا چې له نورو لسو منډو تر لاسه کولو وروسته بنګله دېش لوبډلې د لوبډلمشر مشرفي مرتضی وېکټه هم له لاسه ورکړه.
یاده دې وي چې افغانستان وار د مخه د سریلانکا پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه ګټلې وه او دویم پړاو ته یې لار موندلې وه.
د جمعې له ورځې به د دې سیالیو دویم پړاو لوبې پيلېږي، او په لومړۍ لوبه کې به افغانستان له پاکستان سره ابو ظهبي کې مخامخېږي.
د افغانستان تر څنګ هند، پاکستان او بنګله دېش د دې سیالیو دویم پړاو ته لار موندلې.
دویم پړاو کې به څلور واړه لوبډلې له یو بل سره لوبه کوي. دا په دې معنی ده چې افغانستان به له هند سره هم مخامخ کېږي، او له بنګله دېش سره به هم یو ځل بیا لوبېږي.