مشعل: بولۍ کې د لوبغاړو اخیستل د خلکو انتخاب دی

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د افغان کرېکټ بورډ مشر وايي د افغانستان غوره لیګ(APL ) کې یې د لوبغاړو د پېر بهیر روڼ او د کرېکټ نړیوالې شورا په بشپړه څارنه شوی دی.
د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د پېر مراسم د تېرې دوشنبې په ورځ ترسره شول.
ټاکلې ده دا لوبې د اکتوبر په پنځمه په دوبۍ کې پیل شي.
خو د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي نور علي ځدراڼ او شاپور ځدران چې په دې لوبو کې اخیستل شوي نه دي د بولۍ پر بهیر نیوکې کوي.
نور علي ځدراڼ فیسبوک کې د ویډیو خپرولو سره ویلي، چې دغه بهیر روڼ نه و.
خو د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل د بي بي سي خبریال خوشال تایب سره مرکه کې دا تورونه رد کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي په خبره، د نور علي ځدراڼ وراره ابراهیم ځدران او خوری یې مجیب ځدران ډلو کې اخیستل کېږي او دی نه اخیستل کږي نو دا د کرېکټ بورډ مشکل نه دی او د خلکو انتخاب دی.
"نو داسې څنګه کېدلی شي چې د مور میرې سلوک وشي. چې د کورنۍ غړي یې اخیستل کېږي او دی نه اخیستل کېږي".
شاپور ځدران هم د افغانستان غوره لیګ ته د لوبغاړو تر پېرلو وروسته نیوکې کړې دي.
خو د کرېکټ بورډ مشر وايي، شاپور ځدران د خپلې خوښې کټه ګورۍ کې اچولی و.
"شاپور په ملي لوبډله کې ډېره قرباني ور کړې، زه پرې خپه یم، څومره چې زموږ مسوولیت و، د ده په خوښه کټه ګورۍ کې مو اچولی و".

د عکس سرچینه، ACB
لومړی ځل دی چې د افغانستان کرېکټ تاریخ کې د کرېکټ غوره لیګ جوړېږي.
په عربي اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ یا اې پي ایل د اکتوبر میاشتې له پنځمې نېټې پیلېږي او تر ۲۱ نېټې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې به پنځه لوبډلې- کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ- سره سیالۍ کوي.
د کابل لوبډله مورلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپېټل، د کندهار لوبډله د اېس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله وي راک موبایل، او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له خوا اخیستل شوې دي.








