د سعودي عربستان لوبډلې الوتکې اور واخیست، لوبغاړي خوندي دي

Saudi Arabia

د عکس سرچینه، Saudint_en

د عکس تشریح، د سعودي عربستان لوبډلې له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي، چې پېښه کې لوبغاړو او چارواکو ته زیان نه دی اوښتی.

د سعودي عربستان هغې لوبډلې د سفر پر مهال الوتکه کې اور ولګېد، چې د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي، خو الوتکه توانېدلې، چې لوبغاړي او مسوولین په خوندي توګه خپل منزل روستونادانو ښار ته ورسوي.

د چهار شنبې پر ورځ به سعودي لوبډله همدغه ښار کې د یوراګوای خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

د سعودي عربستان لوبډلې له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي، چې پېښه کې لوبغاړو او مسوولینو ته زیان نه دی اوښتی او دا یوازې یوه پېښه وه.

پر خواله رسنیو یو تصویر لاس پر لاس کېږي، چې پکې الوتکه داسې حال کې لیدل کېږي چې تر یوه وزر لاندې یې اور بل دی.

د فیفا نړیوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد روسیې سعودي عربستان ته د صفر مقابل کې په پینځو ګولونو لویه ماته ورکړه.

Fire on a plane

د عکس سرچینه، MaanAlquiae

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو یو تصویر لاس پر لاس کېږي، چې پکې الوتکه داسې حال کې لیدل کېږي چې تر یوه وزر لاندې یې اور بل دی.