د ۲۰۱۸ کال فوټبال جام او د دې نړیوالو اتلولیو لوړې ژورې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, رحمان لکڼوال
- دنده, فوټبالپوه
د ۲۰۱۸کال د فوټبال د نړیوالو اتلولیو۲۱ لړۍ لوبې د جون میاشتې په ۱۴ پيلېږي او د جولای تر ۱۵ دوام مومي.
دغه لوبې د روسې په کوربه توب کیږي او د نړۍ د پنځو کنفدراسیونونونه ۳۲هېوادونه پکې برخه اخلي .
نورې ۳۱ لوبډلې د لارموندنې پړاو له مخې او کوربه هېواد په مستقیمه توګه ګدون کوي.
ټول ټال ۶۴ لوبې په ۱۲ لوبغالو او ۱۱ ښارونو کې کېږي او پایلوبه د مسکو ښار لوژنیکي لوبغالي کې تر سره کېږي.
د فوټبال د نړیوالو اتلولیو پيل

د عکس سرچینه، .
فوټبال؛ هغه لوبه ده چې په نړۍ کې تر ټولو ډير مینه وال لري.
دغه لوبه دفیفا د نړیوال فدراسیون غړو هېوادونو ترمنځ کیږي.
لومړنۍ نړیواله اتلولي پر ۱۹۳۰ کال وشوه، خو یواځې په ۱۹۴۲او ۱۹۴۶ کلونو کې د دویمې نړیوالې جګړې له امله ونه شوې.
که څه هم د فوټبال لومړنۍ نړیواله لوبه پر ۱۸۷۲ کال د انګلېنډ او سکاتلند ترمنځ وشوه چې (۰-۰) مساوي پای ته ورسیده، خو د اتلولي ګټلو لپاره لومړنی ټورنمټ د برتانیا اتلولي په نوم په ۱۸۸۴ کال ترسره شو.
په شلمه پيړۍ کې فوټبال پرمختګ وکړ او د ۱۹۰۰ کال المپيک سیالیو کې له مډال اخېستلو پرته د یوې ټيمي لوبې په توګه ترسره شوې.

د عکس سرچینه، .
۱۹۰۴ کال و چې سویس کې فیفا جوړه شوه.
د هغه وخت غړو یې کوښښ کاوه چې د اولمپيک نه بهر هم د فوټبال تورنمټونه پيل کړي، خو هغه وخت د فوټبال ظهور دومره ډیره نه وه او د فیفا غړو هڅې ناکام شوې.
د ۱۹۰۸ کال المپيک لوبو کې فوټبال رسمي ور ګډ شو او فیفا یې مسولیت په غاړه واخیست.
هغه وخت یواځې انګلېنډ یوه مسلکي لوبډله لرله او نورو لوبډلو اماتور لوبغاړي لرل.
له همدې امله انګلېنډ د اولمپيک په دوو دورو کې د سرو زرو مډالونه هم ګټلي دي.

د عکس سرچینه، .
که څه هم په کال ۱۹۰۹ کې سر توماس لیپتون په تورین ښار کې د { توماس لیپتون جام} په نوم یو تورنمټ پیل کړ، چې په هغه وخت کې د نړیوالې اتلولي په نوم یادېده او د ایټالیا، جرمني او سویس قوي کلپونو پکې برخه واخېسته خو دغه لوبې د کلپونو له خوا ترسره شوې، نه د ملي لوبډلو له خوا.
له همدې امله په هماغه وخت کې انګلېنډ په دې سیالیو کې له ګدون انکار وکړ، خو لیپتون د انګلېنډ
( ختیځ اکلند ) کلپ ته بلنه ور کړه چې په پایله کې همدغه کلپ اتلولي هم وګټله.
په کال ۱۹۱۴ کې فیفا د اولمپيک فوټبال ( په اماتور بڼه ) د نړیوالو اتلولیو په توګه په رسمیت وپیژنده او د دې سیالیو د کولو مسولیت یې هم په غاړه واخیست.
د فیفا دا پریکړه د دې لامل شوه چې ۱۹۲۰ کال کې په لومړي ځل د نړۍ د وچو تر منځ د اتلولۍ پر سر لوبې وشي، چې پکې یو نااروپایي هیواد (مصر) له د دیارلسو اروپایي هېوادونو سره یوځای دغو لوبو کې برخه واخیسته او پایله کې دغه اتلولي بلجیم وګټله.
په کال (۱۹۲۴او ۱۹۲۸) کې د دې لوبو اتلولي یوراګوای وګټله.
لومړنۍ نړیواله اتلولي

د عکس سرچینه، .
د تیرو نړیوالو سیالیو د کامیابيدو له امله د هغه وخت د فیفا مشر (ژول ریمه) او د فیفا غړي په دې هڅه کې شول چې ژر تر ژره د اولمپيک نه بهر یوه نړیواله اتلولي پیل شي.
په همدې موخه فیفا ۱۹۲۸ کې د هالند په امستردام ښار کې د رسمي لوبو لپاره خپله پریکړه اعلان کړه.
دا چې یوراګوای د اولمپيک د تیرو دوو نړیوالو اتلولیو اتله وه او د دې هېواد د ازادۍ سلمه کلیزه هم وه، نو د ۱۹۳۰ کال د لومړۍ نړیوالې اتلولۍ د کوربه هېواد په توګه وټاکل شوه.
د کوربه په توګه د یوراګوی ټاکل د دې لامل شول چې ډيری اروپایي هېوادونه د ډير لګښت له امله په دې سیالیو کې برخه وا نه خلي.
یواځې د څلورو اروپايي هېوادونو- فرانسې، بلجیم، یوګوسلاویا او رومانیا- لوبډلې یوراګوای ته لاړې.

د عکس سرچینه، .
په دې سیالیو کې ۷ د سویلي امریکا، ۲ د شمالي امریکا او ۴ د اروپا، چې ټول ټال ۱۳ لوبډلې وې ګدون وکړ.
د ۱۹۳۰م کال د جون میاشتې پر ۱۳ نیټه د لومړۍ نړیوالې اتلولۍ لوبې په دوو لوبو سره پيل شوې چې فرانسې ۴-۱مکسیکو ته ماته ورکړه او امریکا د ۳ ګولونو په وهلو سره بلجیم له مخې لرې کړه.
د نړیوالې اتلولۍ لومړنی ګول هم د فرانسوي( لوسین لورنت) په نوم ثبت شو.
پایلوبه کې کوربه هېواد یوراګوای د ۹۳ زرو لیدونکو په حضور کې ۴-۲ ارجنټاين ته ماتې ور کړه او د فوټبال لومړنۍ نړیواله اتلولي یې ترلاسه کړه.
دویمه نړیواله جګړه

د عکس سرچینه، .
په ۱۹۴۲ او ۱۹۴۶ کلونو کې د دویمې نړیوالې جګړې له امله نړیوالې اتلولۍ ترسره نه شوې.
ټاکل شوې وه د ۱۹۴۲ کال لوبې په جرمني کې وشي خو د جګړې له امله دغه لوبې ترسره نه شوې.
که څه هم پر ۱۹۴۶ کال جګړه پای ته رسېدلې وه خو د جګړې د خرابو پایلو او وراني له امله فیفا له دې لوبو د ډډه وکړه.
د هغه وخت نه تراوسه ۲۰ نړیوالې اتلولۍ ترسره شوې دي چې یواځې ۸ هېوادونه توانیدلي د دې لوبو اتلولي ترلاسه کړي.
برازیل ۵، جرمني ۴، ایټالیا ۴، یوراګوای او ارجنټين دوه ځلې دا اتلولۍ ګټلې دي.
همدارنګه اسپانیا، انګلېنډ او فرانسه هغه هېوادونو دي چې یو یو ځلې یې دا اتلولي ګټلې ده.








