تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فوټبال نړیوال جام لومړۍ لوبه پیل شوه
د فوتبال د نړیوال جام لوبې شیبه مخکې د مسکو د لوژنیکي په نوم مرکزي سپورت لوبغالي کې پیل شوې. دا دغو سیالیو ۲۱ دور دی.
لومړنۍ لوبه د کوربه روسیې او سعودي عربستان تر منځ ده. د لوبې تر پیل مخکې د فوتبال مینه والو لوی کتارونه ولاړ وو.
روسیه به د دې جام په کوربه توب میلیاردونه ډالر ولګوي خو نړیوال پام به ور واړوي چې په زیاتېدونکې توګه ګوښه شوې ده. د امنیت او شونو توکمي شخړو په اړه اندېښنې شته.
د همجنس خوښوونکو یو برتانوی کمپاینر پیتر تاچهېل د لاریون جوړولو له امله نیول شوی دی. دغو ۳۲ ورځنیو سیالیو کې به د نړۍ له لر او بره ۳۲ فوټبال لوبډلې ۶۴ سیالیو کې برخه واخلي.
د نړیوال جام تر لاسه کولو دغه سیالۍ به د روسیې ۱۱ ښارونو په ۱۲ لوبغالیو کې وشي او داسې باور کېږي، چې د فوټبال نژدې یو نیم میلیون مینه وال به دغو سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره روسیې ته سفرونه وکړي او د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې نژدې درې میلیارده کسان به د ټلویزیون له لارې د لوبو ننداره وکړي.
د لوبډلو اته ډلې به د سیالۍ ډګر ته ووځي، چې په هره ډله کې به ۴ لوبډلې ګډون لري او د هرې لوبډلې دوه وتلې لوبډلې به د ۱۶ لوبډلو دویم پړاو سیالۍ ته ووځي.
د سیالیو پایلوبه به د جولای میاشتې پر ۱۵ د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کې وشي.