تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۱۸ فوټبال نړیوال جام لیدلو لپاره روسیې ته بې ویزې تللی شئ
د فوټبال لوبې مینوالو لپاره ښه خبره دا ده چې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام لیدلو لپاره له ویزې پرته روسیې ته تللی او دا اتلولي لیدلی شي.
د فوټبال نړیواله اداره یا فیفا خپله وېبپاڼه کې لیکي، که له کوم مینوال سره د لوبې ټیکټ او (فېن ای ډي) وي، روسیې ته د تللو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.
د دې لوبې مینوال د فېن ای ډي ترلاسولو لپاره دې وېبپاڼې(www.fan-id.ru) ته تللی شي.
دا یو ډول پېژندپاڼه ده چې پکې ستاسو نوم، انځور او د نوملیکنې نمبر درج کېږي.
د فېن ای ډي مخ(پېج) له تاسو د ټیکټ نمبر غواړي او مطلب یې دا دی چې تاسو اول د اتلولۍ ټیکټ واخلئ.
فېن پېژندپاڼه بله دا ګټه هم لري چې روسیه کې د نړیوال جام لپاره ځانګړو شوو اورګاډو کې وړیا سفر هم کولی شئ.
د دې پېژندپاڼې فورمه انلاین ترلاسه کېږي، خو که د کوم هېواد نوم پکې نشته د پوستې له لارې هم ترلاسه کېږي.
د فوټبال نړیوال جام ټیکټونو بیه هم له ۱۰۵ تر ۱۴۵۰ ډالرو پورې ده.
هغوی چې دا پېژندپاڼه ولري، له لوبې لس ورځې مخکې او تر پای ته رسېدلو لس ورځې وروسته هم روسیه کې پاتېدلی شي.