تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"مجیب ځدراڼ د ای پي اېل تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی"
د همشایر کرېکټ کاونټي مشر جایلز وایټ وروسته له هغې وویل "مجیب ځدراڼ د ای پي اېل تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی" چې مجیب د انګلستان د شل اوریزو (T20 Blast) سیالیو ته ونیول شو.
همپشایر افغان ورو بالر مجیب الرحمن (ځدراڼ) او د نیو زیلینډ الراونډر کالن مونرو په لوبډله کې نیولي دي.
مجیب ځدراڼ ۱۷ کلن دی او اوسمهال د هند په آی پي اېل لوبو کې ښه ځلېدلی.
مونرو ۳۱ کلن دی او د نیو زیلنډ لپاره یې ډېرې لوبې کړې، په شل اوریزو لوبو کې درې سلیزې او اوه پنځوسیزې لري.
مجیب ځدراڼ په ای پي ایل کې له کېنګز اېلېون پنجاب سره لوبېږي او په ۱۱ لوبو کې یې ۱۴ کسان سوځولي. دی یو مهال تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستونکی هم شو.
د همپشایر کرېکټ مشر جایلز وایټ ویلي مجیب یو غوره توپ اچوونکی دی. دی ډول ډول توپونه اچولی شي او هغوی چې د ده توپ ته درېږي تر ډېره یې په توپ نه پوهېږي.
مجیب ځدراڼ به له راشد خان او محمد نبي وروسته درېیم افغان لوبغاړی وي چې د انګلستان په شل اوریزو لوبو کې به برخه اخلي. راشد له سسېکس او نبي له لېسټر لوبډلو سره لوبېږي.
له دې مخکې مجیب ځدران د بنګله دیش په لیګ کې او په لومړي لس اوریزو سیالیو کې هم په اماراتو کې لوبېدلی دی.