تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجیب ځدراڼ په ای پي ایل کې مخ پورته روان دی
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر اشوین تېره یکشنبه مۍ ۶مه، د راجستان رویل لوبډلې تر ماتولو وروسته وویل، موږ تر اوسه شپږ لوبې ګټلې چې ډېر رول پکې زموږ د توپ اچونې برخې لوبولی دی.
مجیب الرحمن په دغه لوبه کې په ۳ اورونو کې ۲۷ منډې ور کړې، ۳ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړې شو.
د لوبې پچه پنجاب لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
راجستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو، پنجاب لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
پنجاب لوبډلې ور کړل شوی هدف په ۱۹ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې په شپږو ویکټو وګټله.
پنجاب لوبډلې چې افغان محیب الرحمن یې له حساب وړ بالرانو دی، تر اوسه ۹ لوبې کړې، شپږ یې ګټلې، ۳ یې بایللې او تر اوسه په نوملړ کې درېیم ځای لري.
مجیب الرحمن او اندریو ټای، هر یوه تر اوسه د پنجاب لوبډلې لپاره ۱۲ویکټې اخیستې دي، خو په دومره توپیر چې د مجیب الرحمن د توپ اچونې ایکانومي ۶،۸۵ ده او د ښاغلي ټای ایکانومي بیا ۷،۶۹ ده.
ایکانومي په کرېکټ کې د توپ اچوونکي پر هر اور د ور کړیو منډو اوسط ته وايي.
د بالیووډ فلمونو لوبغاړې او د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ونډه والې پریټي زینټا ویلي:
"د افغانستان ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ له "وړتیاوو ډک" لوبغاړی دی، نو ځکه یې پنجاب لوبډله لېواله کړه چې د بولۍ پرمهال پرې له ۴ کروړه هندۍ کلدارو تېره شي."
د پنجاب لوبډلې په ښه ځلېدا کې د مجیب ځدراڼ او انډریو ټای پر ښې توپ اچونې سربېره، د کریس ګېل، راهول او نورو توپوهنه هم د پام وړ ده.
د پنجاب لوبډلې روزونکی براډ هوج وايي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ۱۷ کلن ورو توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ د ای پي ایل د ۲۰۱۸ کال په لوبو کې له خپل عمر څخه ډېره وړتیا ښودلې ده.
نوموړی وايي، مجیب الرحمن پر خپلو وړتیاوو باوري دی او د اشوین په لوبډلمشرۍ کې به نور هم پر مخ ځي:
"مجیب پر خپلو وړتیاوو باوري دی. ښه مشر د لوبغاړو په وده کې مهم رول لري او د اشوین په لوبډلمشرۍ کې به لا وځلېږي."
په سږني ای پي ایل سیالیو کې پر مجیب الرحمن د سن رایزر حیدراباد لوبډلې د توپ اچوونکې سنډیپ شرما ایکانومي ټیټه ده.
ښاغلي شرما ۵،۳۱ ایکانومي لري، خو توپیر پکې دا دی چې مجیب ۳۵ اورونه لوبولي او سنډیپ یوازې ۱۹ اورونه.