تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسټرالیا کرېکټ لوبغاړو بښنه وغوښته
د آسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او دوه نورو لوبغاړو له دې کبله بښنه غوښتې چې د سویلي افریقا پر ضد په درېیمه ټېسټ لوبه کې یې قصداً د رېګمال په مرسته توپ توګلی یا خراب کړی و او په دې توګه یې د لوبې قانون تر پښو لاندې کړی.
پخواني کپتان سټویو سمېت، توپ وهونکي ډيوېډ وارنر او توپ اچوونکي کامرون بانکرافټ پر خپله کړنه پښېماني ښودلې او دا یې منلې ده چې د سویلي افریقا پر ضد په ټېسټ لوبه کې یې په ګډه پلان جوړ کړی و چې "بال ټمپرنګ" یا توپ خراب کړي.
دا پېښه د سویلي افریقا او آسټرالیا ترمنځ د ټېسټ لوبو د روانې لړۍ په درېیمه لوبه کې رامنځته شوه چې په کېپ ټاون ښار کې ترسره کېده.
د آسټرالیا د کرېکټ بورډ له پلټنو وروسته جوته شوه چې توپ اچوونکي بانکرافټ د کپتان سمېت او وارنر په مشوره د توپ د یوې خوا د خرابولو لپاره رېګمال کارولی و.
د آسټرالیا د کرکټ بورډ تر پلټنو وروسته پر پخواني کپتان سټیو سمېت او توپ وهونکي ډیوډ وارنر یو کال بندیز، او پر توپ اچوونکي کامرون بانکرافټ ۹ میاشتې بندیز لګولی.
د هند کرېکټ بورډ هم د دې هېواد کورني کرکټ یا آی پي اېل په سیالیو کې د سټویو سمېت او ډیوېډ وارنر په لوبېدو بندیز لګولی.
درې واړه لوبغاړي به د سویلي افریقا پر ضد په روانو سیالیو کې نوره برخه نه اخلي او بېرته خپل هېواد ته استول شوي.
پخوانی کپتان سمېت په یوه خبري ناسته کې په ژړا شو او دا یې ومنله چې د لوبډلې د کپتان په توګه په خپله دنده کې ناکامه شوی.
نوموړي زیاته کړه چې د کرېکټ له لوبې سره د زړه له تله مینه لري او دې کړنې یې د هغه مور او پلار له سخت رواني کړاو سره مخ کړي دي.
توپ وهونکي ډیوېډ وارنر هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دې پېښې د کرېکټ لوبې ته سخت زیان اړولی او تور داغ یې پرې لګولی.
توپ اچوونکی کامرون بانکرافټ هم په پېرت ښار کې د خبریالانو پر وړاندې را څرګند شو او ویې منله چې پر دې کار به ټول عمر پښېمانه وي.
نوموړي زیاته کړه د ټولې آسټرالیا پر وړاندې پاتې راغلی.
له پلټونو جوته شوه چې د آسټرالیا د کرېکټ لوبډلې روزونکي ډيوډ لیمن په دې پېښه کې هېڅ لاس نه درلود او کوم بندیز به پرې نه لګول کېږي.
خو نوموړي د پنجشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، د سویلي افریقا پر ضد د روانو لوبو لړۍ له ختمېدو وروسته به دی هم له خپلې دندې استعفا ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، د پخواني کپتان سټیو سمېت له بښنې وروسته ده هم پرېکړه وکړه چې له خپلې دندې ګوښه شي، ځکه په لوبډله کې د هر ډول کلتور او چلند مسولیت د ده پر غاړه دی.
یاده دې وي چې د دواړو لوبدلو ترمنځ وروستۍ ټېسټ لوبه د جمعې پر ورځ پيلېدونکې ده.