تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد خان د یوه ورځني کرېکټ تر ټولو غوره توپ اچوونکی
- Author, هارون شفیقي
- دنده, لندن
افغان ورو بالر راشد خان او د هند چټک توپ اچوونکی جسپریت بومرا دواړه د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې په یو ورځنيو لوبو کې د جدول په سر کې دي.
دواړه ۷۸۷ نمرې لري او په ګډه د دغه نوملړ په سر کې راځي.
راشد خان چې همدا اوس ۱۹ کاله او ۱۵۳ ورځې عمر لري، د کرېکټ د تاریخ تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې دغه ځای نیسي.
راشد خان دغه لومړی ځای د جنوبي افریقا له ورو بالر عمران طاهر څخه نیولی او هغه یې شپږم ځای ته ټیټ کړی.
دغه ځوان افغان بالر له زمبابوې سره په ۵ یو ورځنیو لوبو کې ۱۶ ویکټې واخیستې، ده په ټولیزه توګه په اوور کې یوازې ۳،۲۲ منډې ورکړې، چې دا پخپله تر ټولو ټیټ دی. دی په دې لوبو کې د لړۍ یا سیریز غوره لوبغاړی هم شو.
نوموړي په وروستۍ لوبه کې په توپ وهنه کې هم ښه لوبه وکړه او یوازې په ۲۹ توپونو یې ۴۳ منډې وکړې او زمبابوې ته یې د ښه هدف ټاکلو کې مرسته وکړه.
له زمبابوې سره په یو ورځنۍ لړۍ کې مجیب ځدران هم ښه وځلید او له راشد خان وروسته یې په پینځو لوبو کې ۱۲ ویکټې واخیستې.
په توپ وهنه کې بیا رحمت شاه تر ټولو زیاتې ۲۷۲ منډې وکړې.
افغانستان تل په توپ اچونه کې تکړه او لویو ټیمونو ته یې سر خوږی جوړ کړی، خو د توپ وهنې په برخه کې دوی لا زیات کار هم غوره تمرینانو ته اړتیا لري چې له تکړه لوبډلو سره وکولی شي ښې لوبې وکړي.
افغانستان له زمبابوې د شل اوریزو لوبو او یو ورځنیو لوبو دواړو لړۍ وګټله او د یو ورځنیو غوره لوبډلو په نوملړ کې له زمباوې مخکې اوس لسم ځای لري.