راشد خان په کارابین غوره لیګ سیالیو کې تاریخ جوړ کړ

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د کارابین کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان تاریخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې هټرېک وکړ.

دا په سي پي ال کې لومړنی هټرېک دی. د راشد خان هم لومړنی هټرېک دی.

راشد خان وتوانېد چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي پرله پسې وسوځوي.

راشد خان چې د ګواینا امازون لوبډلې لپاره لوبیږي د چهار شنبې په ماښام یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او درې واړه لوبغاړي یې مخامخ یا بولډ اوټ کړل.

سیالې لوبډلې ۱۶۸ مڼدې جوړې کړې وې چې ۳۲ یې یواځې راشد خان په څلورو اورونو کې ورکړې وې.

د دوی د لوبډلې ویکټ ساتونکي رونچي بیا ښه توپ وهنه وکړه او د پنځو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ یې اویا منډې جوړې کړې چې له راشد خان سره یې یو ځای د خپلې لوبډلې بریا ته په رسولو کې ښه مرسته وکړه.

تر ای پي ایل سیالیو وروسته اوس په پي سي ایل یا کاربین سیالیو کې هم د افغان لوبغاړو راشد خان او محمد نبي نومونه د رسنیو او کرېکټ مینه والو ترمنځ ډېر یادیږي.

په کارابین کریکیټ غوره لیګ سیالیو کې په لومړي ځل دغه دوه افغان لوبغاړي لوبه کوي چې تر ډېره ښه ځلېدلي دي.

د هند کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې هم راشد خان او محمد نبي ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړې چې په وروستیو کې محمد نبي ته سویس ارمي او راشد خان د لوبې بدلونکي یا ګیم چنجر جایزې ورکول شوې.