تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې
افغان الراونډر کرېکټ لوبغاړي محمد نبي تایید کړې، چې دی او ملګری افغان لوبغاړی یې راشد خان د روان کال کارابین غوره لیګ سیالیو کې برخه اخلي.
محمد نبي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
'له ای پي ایل وروسته اوس د سي پي ایل وار دی. د ویاړ ځای دی، چې زه او راشدخان دواړه به د ایس ټي کیټس، نیویس پاټریوټس او ګیانا امازون واریرز لپاره ولوبیږو.
کارابین غوره لیګ یا 'هیرو سي پي ایل ټي ۲۰ ' د کارابین سمندر ټاپوګانو سیمې په کچه د شل اووریزو کرېکټ لوبو سیالۍ دي، چې د سي پي ایل ټي ۲۰ په نامه یادیږي او سږ کال په کې دغه دواړه افغان لوبغاړي هم برخه اخلي.
له دې مخکې د سیمې او نړۍ د یو شمېر وتلیو کرېکټ لوبغاړو په ګډون د افغانستان د دغو دوو لوبغاړو نومونه د روان کارابیین غوره لیګ 'سي پي ال ' لوبو مزایده کې د پیاوړو لوبغاړو نوملړ ته ورزیات شول.
د افغانستان دغه دواړه لوبغاړي وړاندې د هند غوره لیګ 'آی پي ال ' لوبو ته کې هم د مالي امتیاز په بدل کې واخیستل شول.
په پام کې ده د کارابیین غوره لیګ سیالۍ د اګست په لومړۍ پیل شي او د سپتمبر په ۹مه پایته ورسېږي.
داسې رپوټونه و، چې د راشد خان او محمدنبي ترڅنګ د افغانستان د ملي لوبډلې درې نور لوبغاړي نوروز منګل، اصغر ستانکزی او نجیب الله ځدراڼ نومونه هم د کارابین غوره لیګ مزایدې ته نومول شوي وو، خو اوس یوازې د یادو لوبغاړو اخیستل کېدو اعلان شوی دی.
محمد نبي دا څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ د یو ورځنیو لوبو دویم غوره الراونډر وټاکه.
راشد د خپل لیګ سپېن او ګوګلي توپ اچونې وړتیا له کبله له وړاندې د کرېکټ ډېرو نړیوالو شنونکو ستایلی. راشد هم نړیوالو شل اوره لوبو کې د غوره توپ اچوونکو کتار کې په پنځمه شمېره ده.