''هر لوبغاړی چې سلیزه بشپړه کړي، دبۍ کې کور ورکول کېږي''

د عکس سرچینه، T10LEAGUE/FACEBOOK
د نړۍ لر او بر کې د ۲۰ اووریزو کرېکټ سیالیو له بریا وروسته د پنجشنبې پر ورځ د متحدو عربي اماراتو شارجه کې ۱۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې. تمه داسې کېږي، چې دغو سیالیو کې به زورور هیجان ولیدل شي.
د 'پښتونز ' په ګډون به شپږ لوبډلې بنګال ټایګرز، کیراله کینګز، مراټها عربینز، ټیم سریلانکا او پنجابي لیجنډز د دغو سیالیو ډګر ته ووځي.
تمه داسې ده، چې دغو سیالیو کې به یوه بله سیالي هم وي، چې د سلیزې بشپړولو لپاره به وي.
د 'ایکوا ' جایدادونو نومې ادارې مشر عملي تمبي چې د مراټها عربینز لوبډلې څښتن هم دی له خلیج ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې وايي، هر لوبغاړي چې دغو سیالیو کې سلیزه بشپړه کړې، دبۍ کې به د پینځه سوه زره درهمو ارزښت یو اپارتمان ورته ډالۍ شي.
له ښاغلي علي پوښتنه وشوه، چې داسې حال کې چې دغه ټوله لوبه کې به ۶۰ توپه لوبېږي، که یو لوبغاړی ۳۰ یا ۴۰ توپونه هم ولوبوي، آیا کېدای شي ۱۰۰ منډې پوره کړي؟ هغه وايي: ولې نه، داسې کېدای شي!

د عکس سرچینه، Getty Images
علي تمبي وايي:
''نور لوبغاړي هم کولای شي، خو که د خپلې لوبډلې خبره وکړم، الیکس هیلز، وریندر سیهواګ او کامران اکمل کولای شي دغه ډول لوبه وکړي. ''
کامران اکمل له دې مخکې په ۷۰ توپونو ۱۵۰ منډې جوړې کړې او بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې بیا کریس ګیل د ۱۸ شپږیزو په مرسته یوازې د ۶۹ توپونو لوبولو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې علي تمبي وايي هیله من دی، چې دغو سیالیو کې به د دبۍ اپارتمان لپاره څښتن وموندل شي.








