''اته میلیونه ډالر به د کابل کرېکټ لوبغالي پر معیاري کېدو ولګول شي''

کرېکټ

د عکس سرچینه، SHAH MARAI/GETTYIMAGES

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان کرېکټ بورډ په کابل کې د کرېکټ لوبغالي پر معیاري کولو څه باندې اته میلیونه ډالر لګوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د کرېکټ اوسنی لوبغالی به پراخیږي او په معیاري ډول به جوړيږي چې ۲۰ زره کسان به پر یو وخت په کې ځای شي.

په کابل کې د الکوزي په نوم اوسنی لوبغالی شاوخوا اوو زه کسان ځایوي. کرېکټ بورډ وايي، د لوبغالي چارې به راتلونکي پسرلي کې پیل کړي.

د افغان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د معیاري لوبغالي تر څنګ به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره مېلمیستون، د بورډ لپاره نوی دفتر او د کرېکټ روزنې یوه معیاري اکاډ‌مي هم جوړېږي.

ښاغلي مشعل وايي، کابل کې به دوه نور لوبغالي هم جوړ شي، خو لا یې وخت او ځای معلوم نه دي.

څه باندې څلور میاشتې مخکې افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ، چې د همدې غړیتوب له امله به د اتو کالو لپاره ای سي سي یا د کرېکټ نړیواله شورا هر کال افغانستان کرېکټ بورډ ته څه باندې ۳۱ میلیونه ډالره بودیجه ور کوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFP/GETTYIMAGES

د عکس تشریح، اوسني لوبغالي کې اووه زره کسان ځایږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په ۱۹۹۵ کال کې جوړ شوې ده او په کم وخت کې یې خورا ډېر پرمختګ کړی دی.