راشد خان د اسټرالیا بېګ باش لیګ ته غوره شو

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان به د اسټرالیا په شل بېګ باش لیک کې د سږ کال په وروستیو کې د ایډلیډا سټرکر لوبډلې په ګټه لوبه وکړي.

دا خبره دې لوبډلې د پنجشنبې په ورځ وکړه.

اتلس کلن راشد خان چې د هند غوره لیک کې سږ کال وځلېد، لومړی افغان لوبغاړی دی چې د اسټرالیا دغو اتلولیو کې برخه اخلي.

د کلب بیانیه کې د راشد خان له خولې ویل شوي: "زه ډېر خوشاله یم چې د بي بي اېل لپاره تړون کوم".

د هغه په خبره، د افغان لوبغاړي په توګه ده ته په داسې لویه اتلولي کې برخه اخیستل د ویاړ خبره ده.

په دا ډول لوبو کې د افغان لوبغاړو برخه اخیستل د نورې لوبډلې لپاره هم د نویو تجربو د ترلاسه کولو لپاره ګټور بلل کېږي.

د اډلیډا سټرېکر لوبډلمشر جوسن ګلیسپي له راشد خان سره تړون کول "لوی بری" بللی دی.

بېګ باش لیګ یو اسټرالیايي مسلکي شل اوره لیګ دی، چې د دغه هېواد کرېکټ په ۲۰۱۱ کې رامنځ ته کړ.

په دې اتلولۍ کې اته ډلې په خپلمنځ کې لوبېږي.

راشد خان په ۲۹ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۶۳ ویکټو اخیستلو ادعا کوي. نوموړي د کرابین غوره لیګ کې هم اول ځل هټریک وکړ.

دا د دغه لیګ او راشد خان لومړنی هټریک و، چې په یو اور کې د دریو لوبغاړو سوځېدلو ته وايي.