شپږیزه: کابلبازانو د پنځم پړاو لومړۍ لوبه وګټله

په کابل کې د شپږیزه لیګ، شل اوریزه کرېکټ سیالۍ نن پیل شوې. په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې کابل بازانو په کې بست ساتونکو لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه. په دې لوبو کې گڼ بهرني لوبغاړي، روزونکي، مبصرين او نور کارپوهان برخه لري.

.

د عکس سرچینه، Azizullah Karimi

د عکس تشریح، د لوبي پچه بست ساتونکو وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه
.
د عکس تشریح، بست ساتونکو په شلو اورنو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷منډو هدف وټاکه
.

د عکس سرچینه، Azizullah karimi

د عکس تشریح، کابلبازانو لوبډلې په ۱۷ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ
.

د عکس سرچینه، Azizullah Karimi

د عکس تشریح، د لوبې غوره لوبغاړی اصغر ستانکزی شو چې په ۳۵ توپونو يې ۷۲ ناسوځېدلې منډې کړې وې
.
د عکس تشریح، لوبې ته ګڼ شمېر مینه وال را ټول شوي، خو چارواکي وايي وروستیو لوبو کې به یې شمېر څو برابره شي.
.

د عکس سرچینه، Azizullah Karimi

د عکس تشریح، د سږنې شپږیزې د ټکټ بیه د تېر په پرتله دوه برابره شوې ده
.
د عکس تشریح، په لوبغالي کې تشې څوکۍ هم شته
.
د عکس تشریح، د شپږیزې لیګ د پنځم پړاو د لومړۍ لوبې د نندارچیانو په ډله کې ښځې نه وې.

.