هندۍ پهلوانه د لوبې ډګر ته په دودیزو کالیو کې وتلې

کویتا دیوي دلال ډبلیو، ډبلیو ایف

د عکس سرچینه، FACEBOOK/Kavita Dalal

    • Author, ابمنیو کومار ساها
    • دنده, بي بي سي

هند او د نړۍ په لر او بر کې د پهلوانۍ لوبې مینه وال هغه مهال حیران شول، چې د هند هریانا ایالت اوسېدونکې پهلوانه کویتا دیوي د ډبلیو، ډبلیو اي سیالیو ډګر ته په دودیزو کالیو کې ووته.

پر انټرنېټ د نوموړې هغې لوبې ویډیو پنځو ورځو کې ۳۵ سوه زره خلکو لیدلې، چې د نیوزلنډ له پهلوانې ډکوټا کايي سره په دودیزو کالیو کې پهلواني کوي.

مېرمن کویتا لومړۍ هندۍ پهلوانه ده، چې ډبلیو، ډبلیو اي سیالیو ته لار مومي.

خو دا ډېرو لږو کسانو ته معلومه ده، چې پهلوانې کویتا یو مهال د ځانوژنې هڅه کړې.

نوموړې بي بي سي سره خبرو کې ویلي، یو مهال یې ماشوم د اتو میاشتو و، کورنۍ یې هم ورسره همکاري نه کوله:

'له لوبې مې هم زړه تور شو، ژوند راته یو دروند بار ښکارېده، ساه اخیستل راته ګران شوي وو ''

هغه وايي ' هغه مهال چمتو وم، چې د ټول عمر ارمان هېر کړم. ۲۰۱۳ کال کې دومره خواشینې وم، چې د ځانوژنې هڅه مې وکړه، هغه مهال رانه خپل ماشوم هم هېر شوی و '

کویتا دیوي دلال

د عکس سرچینه، FACEBOOK/Kavita Dalal

نوموړې وايي، هغه مهال یې مېړه نه غوښتل دا لوبه وکړي، چې په وینا یې ښايي د کور مسوولیتونه یې خنډ بلل، خو وايي، اوس هغه پرې ویاړي او مرسته ورسره کوي.

کویتا دیوي وايي، ځکه یې په دودیزو کالیو کې پهلواني وکړه، چې غواړي د خپل هېواد کلتور خلکو ته وښيي او دا چې په وینا خلک باید پوه شي، چې کالي د لوبې پر وړاندې خنډ نه دی.

کویتا د هند په کچه او په نړیوال ډګر کې یو شمېر جایزې ګټلې دي.

پخوانی هندی پهلوان د ګرېټ کهلي د کویتا روزنه کوي

د عکس سرچینه، FACEBOOK/Kavita Dalal

د عکس تشریح، پخوانی هندی پهلوان د ګرېټ کهلي د کویتا روزنه کوي
کویتا وايي، غواړي د هند لپاره ډبلیو، ډبلیو ایف ټایټل وګتي

د عکس سرچینه، FACEBOOK/Kavita Dalal

د عکس تشریح، کویتا وايي، غواړي د هند لپاره ډبلیو، ډبلیو ایف ټایټل وګتي

نوموړې وايي، له خپل ورور سنجې دلال مننه کوي، چې د پهلوانۍ ځینو مهمو مرکزونو کې یې د زده کړې لړ کې ورسره مرسته کړې. اوسمهال بهرني روزونکي کویتا دیوي روزي. نوموړې وايي:

'' د یوې نجلۍ لپاره د لوبو تر ډګره سفر اسانه چاره نه ده، لومړي سر کې خو زموږ ټولنه کې له کوره د نجونو وتل هم اسان نه دي ''