د فوټبال تاریخ کې ګرانبیه لېږد؛ نیمار له بارسلونا ځي

برازيلی فوټبالر نيمار له بارسلونا لوبدلې په یوه لوړه بیه پاريس سېنټ جرمن لوبډلې ته د تلو په حال کې دی. بارسلونا لوبډلې مشرانو د خپل دغه ۲۵ کلن لوبغاړي د تلو خبر تایید کړی دی.

د پاريس لوبډلې ته نيمار د ورکړې لپاره باید دا لوبډله بارسلونا ته تر ۲۶۰ ميلیونو ډالرو ډېر لګښت ورکړي.

پاریس جرمن ته د نیمال احتمالي تګ له ډېر وخت راهیسې مطرح شوی و، خو د چارشنبې په ورځ یې بالاخره بارسلونا کې خپلو ملګرو لوبغاړو ته خپله پرېکړه واوروله چې دا ډله پرېږدي.

د بارسلونا لوبډلې مشر ارنسټو والوردو وویل، بارسلونا نن نیمار ته اجازه ورکړه چې لوبډله کې تمرین ونه کړي او پرځای یې د لېږد خپلې پاتې چارې بشپړې کړي.

له بارسلونا نه د نیمار د تللو د اجازې اعلانېدو خبر دوې ورځې وروسته تر هغه خپرېږي چې بارسا ګواښ کړی و که پاريس جرمن له نیمار سره تړون وکړي، د فوټبال مالي چارو د څارونکو بنسټ ته به دا مسله وسپاري.

نیمار په ۲۰۱۳ کال بارسلونا ته له برازیلۍ لوبډلې سنتوس څخه د ۴۸٫۶ میلیون یورو په مقابل کې لېږدېدلی و او په ۲۰۱۶ یې خپل تړون د پنځو کلونو لپاره بیا نوی کړ.

د نیمار وکیل واګنر ریبرو چې پاریس ته تللی، تېر کال ویلي وو، پاریس جرمن دغه برازیلي لوبااړي ته له مالیو د معاف کېدو مقابل کې اونۍ کې د ۶۶۰ زرو یورو وړاندیز کړی و.

نیمار په وروستي ځل امریکا کې د نړیوالو اتلولیو لوبه کې د بارسلونا په ګټه ولوبېد او بیا د خپلو تبلیغاتي چارو لپاره چین ته سفر وکړ.

هغه د تېرې سې شنبې په ورځ اسپانیا ته ستون شو او نن په تمرین کې راڅرګند شو چې خپلو ملګرو لوبغاړو ته د تګ خبر واوروي.

نیمار د بارسلونا لپاره ۱۰۵ ګوله وهلي او دوه ځلې د اسپانیا له لالیګا اتل شو او یوځل د اروپا د اتلولویو د لیګ اتل شوی دی.