د اسپانیا څارنوالي نیمار ته د فساد له کبله ۲ کاله بند غواړي

د اسپانیا څارنوالۍ د بارسلونا فوټبال لوبډلې لوبغاړي نیمار ته په ۲۰۱۳ کال د برازیل سانتوس لوبډلې ته د اوښتو پرمهال په فساد کې د ښکېلتیا له کبله د دوو کلونو بند سزا غوښتې ده.

قاضي خوسیه بیرالس د بارسلونا د مخکیني مشر ساندرو روسیل د څارلو او هغه د پنځو کلونو د بند سزا هم غوښتې ده.

قاضي وايي، بارسلونا لوبډله باید ۸٫۴ میلیون یورو جریمه شي.

خو څارنوالۍ د بارسلونا د اوسني مشر جوسیپ ماریا پارتومیو پروړاندې د لګول شویو تورونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

اټکل دی چې روسیل او نیمار او پلار یې په محکمه کې راڅرګند شي.

په برازیل کې د فساد دغه قضیه د "ډي اي اس" په نامه د پانګونې یوې ډلې راپورته کړې، چې د نیمار د لېږد د قضیې ۴۰ سلنه حقوق ورسره دي.

دا ډله وايي، د لېږد له شوې معاملې یې لږ مبلغ پیسې ترلاسه کړې دي.

روسیل په ۲۰۱۴ کال د لوبډلې له مشرۍ استعفا وکړه.

د روان کال په پیل کې، د نیمار د لوبو پر ملګري لیونیل میسي د ۲۱ میاشتو بند حکم وشو. پر نوموړي له مالیې نه د تېښتې تور لګول شوی و.

په تېره اکتوبر میاشت کې، میسي له برشلونا سره د پنځو کلونو لپاره نوې هوکړه لاسلیک کړه.