د افغانستان ښځینه معلولینو باسکټبال لوبډلې تاریخي بریا

معلولې لوبغاړې

د عکس سرچینه، .

د افغانستان د ښځینه معلولینو باسکتبال ملي لوبډلې د آسیا اتو هېوادونو ترمنځ اتلولي خپله کړه.

دغه لوبې چې ویلچیر پرسر ترسره کیږي د اندونیزیا په بالي ټاپو کې تېره دوشنبې پیل شوې وې.

افغان لوبډلې خپلې ټولې لوبې ګټلي او د اتلولۍ کپ یې هم خپل کړ.

دا لومړی ځل دی چې افغان معلولینو باسکټبال لوبډله دغه بریا ترلاسه کړې ده.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له ټایلنډ سره ترسره کړې وه او په پایلوبه کې هم د دغه هېواد له لوبغاړو سره مخامخ شوه.

معلولې لوبغاړې

د عکس سرچینه، .

معلولې لوبغاړې

د عکس سرچینه، .

افغان لوبډلې په پایلوبه کې ۶۵ د ۲۵ په وړاندې امتیازونه ترلاسه کړل او د بالي کپ یې د خپل هېواد په نوم کړ.

د افغانستان معلولینو فدراسیون مسؤلین وايي افغان لوبډلې په نشت امکاناتو سره خپل تمرینونه او تیارۍ نیولې وې چې بالاخره یې هڅو رنګ راوړ او اوس یې اتلولي خپله کړه.

د دغې لوبډلې لوبغاړې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راغلي او د سره صلیب په مرسته یې خپل تمرینونه ترسره کول.

معلولې لوبغاړې

د عکس سرچینه، .

معلولې لوبغاړې

د عکس سرچینه، .