کرېکټ: پاکستان لوبډله کابل ته سفر کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې چې روانو څو مياشتو کې به دوه شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د کرېکټ بورډ له مشر شهريار خان سره په دې هوکړه کړې چې لومړی لوبه په کابل او دوهمه په لاهور کې ترسره کېږي.
تراوسه د دغو سياليو تاريخ نه دی ټاکل شوی خو داسې اټکل کېږي چې په جولای يا اګست میاشت کې به ترسره شي.
دا به لومړی ځل وي چې د پاکستان کرېکټ لوبډله افغانستان ته سفر کوي.
د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډ مسوولين وايي دغه ډول سيالۍ به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په لاپراختيا کې ښه اغېز ولري.
په دغه کډه خبري غوڼډه کې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر شهریار خان وویل د روزنې لپاره لوبغالو او نورو اسانتیاو برابرولو ته چمتو دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي سپورټ بايد له سياست څخه بېل وي او د کرېکټ اړيکي بايد له سياست سره ګډې نه کړل شي.
"د دواړو بورډونو او دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي تاریخي دي. زه دلته د خپلو ژمنو تازه کولو لپاره راغلی یم او ورزش باید د حکومتونو تر سیاسي اغیز لاندې را نه شي"
ښاغلی مشعل زیاته کړه "خوښ یم چې د پاکستان کرېکټ بورډ سره مې ګټورې خبرې تر سره شوې. موږ په د لوبو پر یوې لړۍ هم هوکړه وکړه چې نیټه به یې وروسته اعلان شي."
تر دې وړاندې د اسيا کپ سياليو کې دواړه هېوادونه له يو بل سره لوبېدلي وو، دغه لوبه پاکستان ګټلې وه.










