(ایسيسي) د ښځو کریکټ بودیجه ډېروي

د عکس سرچینه، Icc
د کریکټ نړیوالې شورا د ښځو کریکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د تېر خلاف دا ځل د بودیجې ډېرونې اعلان کړی چې ور سره به د یاد جام سیالۍ هم بال په بال پر ټلوېزیون وښودل شي.
د (ایسيسي) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۱۷ کال په جون کې د ښځو کریکټ د پیلېدونکي تورنمنټ د جایزې پیسې یې دوه میلیونه ډالره ټاکلې دي.
په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ کال کې دغه پیسې ۲۰۰ زره امریکايي ډالره وې.
تر اوسه د ښځو د کریکټ سیالیو ټول بهیر پر ټلوېزیون ژوندی نه دی خپور شوی، خو تر دې وورسته به یې ټول نړیوال ټورنمنټونه د ټلوېزیون پر پرده وښودل شي.
په جون کې د تر سره کېدونکي ټورنمنټ لس لوبې به پر ټلوېزیون ژوندۍ وښودل شي، خو ۱۱ نورې لوبې به بیا د انټرنټ له لارې ژوندۍ خپرې شي.
د (ایسيسي) مشر ډیویډ ریچرډسن ویلي، له لوبو سره د ښځو لېوالتیا ډېره شوې، خو موږ غواړو چې کریکټ پکې محوري ځای ولري او د ښځو کریکټ د ټولو لپاره بېلګه شي.
نوموړي زیاته کړې، د ښځو د نړیوال کریکټ په لوبو کې بدلونونه ډېر اړین دي، خو دا بدلونونه په یوه شپه کې نه شي راتلی.
د هغه په خبره د ښځو کریکټ د نړیوال جام سیالیو د غوراوي لوبې ۱۸ میلیونو کسانو لیدلي دي. له دې معلومېږي چې د ښځو کریکټ مینهوال لري، د ښځو سیالۍ ورځ تر بلې سختېږي او لیدونکي همدا غواړي.

د عکس سرچینه، ICC
پخوانۍ لوبغاړې د ښځو د سیالیو پر ټول ټلوېزیوني پوښښ خوشاله دي.
د انګلینډ د ښځو لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره شارلټ وايي: "ډېره خوشاله یم چې د (ایسيسي) د کامنټرۍ ډلې غړې یم، د انګلینډ د ښځو کریکټ لوبدلې د لوبډلمشرۍ وخت خوشالي هم را په زړه ده او دا زما لپاره د ویاړ ځای دی."
د ښځو کریکټ راتلونکی تورنمنټ به د روان کال د جون په ۲۴مه پیل او د جولای تر ۲۳مې به دوام وکړي.
پتېیل شوې چې په دغه سیالۍ کې به د انګلینډ، اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، سریلنکا، ویسټ انډیز او پاکستان د ښځو کریکټ لوبډلې برخه واخلي.








