تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سنرایزرز نننۍ لوبه کې نبي او راشد دواړه لوبېږي
- Author, حميد قيومي
- دنده, بي بي سي لندن
د هند په کرېکټ پرېمیرلیګ - اي پي اېل - کې د سنرایزرز حیدر اباد او کېنګز اېلېون پنجاب تر منځ لوبه کې د افغانستان دواړه لوبغاړي محمد نبي او راشد خان لوبېږي.
دا د ای پي اېل روان لوبیز کال کې لومړی ځل دی چې محمد نبي کومه لوبه کې د سنرایزرز استازیتوب کوي.
راشد خان تر اوسه ټولو څلورو لوبو کې لوبېدلی او ۷ لوبغاړي یې سوځولي.
د نوموړي په زړه پورې بالېنګ او لوړ استعداد نه یوازې هند بلکې ټوله نړۍ کې د کرېکټ مینه وال متاثره کړي.
نننۍ لوبه د محمد نبي لپاره لوی فرصت دی.
تېرو څو لوبو ته که وکتل شي نو سنرایزرز په لوبډله کې یوازینۍ ستونزه د یوه ښه الراونډر وه.
محمد نبي په شل اوره لوبو کې یو پېژندل شوی توپ وهونکی او توپ اچوونکی بلل کېږي.
دی به د راشد خان تر څنګ د سن رایزرز لوبډلې لپاره ورو توپ اچوونه کې یو بل غوره انتخاب وي.
دی یې تر څنګ په پنځم یا شپږم نمبر توپ وهنه هم کولی شي.
نن به لوبه کې ټول پام پر محمد نبي وي چې ایا له دغه فرصته پوره ګټه پورته کولی شي کنه؟