تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان تېز توپ اچوونکی محمد عرفان د درغليو په تور له لوبو ځنډول شوی
د پاکستان کرېکټ بورډ د دغه هېواد تېز توپ اچوونکی محمد عرفان پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د درغلۍ په تور په لنډمهاله توګه له لوبو ځنډولی دی.
۳۴ کلن محمد عرفان د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو ضد قانون له دوو مادو په سرغړونه تورن شوی دی.
دغه اووه فوټ دنګ لوبغاړې ۱۴ ورځې وخت لري چې په دې اړه خپل ځواب ووايي.
د يادولو وړ ده چې محمد عرفان د دوشنبې پر ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو ضد څانګې ته حاضر شوی و.
محمد عرفان د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د اسلام اباد يونايټېډ لپاره لوبه کوله.
د پاکستان کرېکټ بورډ دوه نور لوبغاړي شرجيل خان او خالد لطيف هم په دې تړاو له لوبو ځنډولي دي.
د دغو پلټنو په ترڅ د کراچۍ کېنګز لوبډلې يو لوبغاړی شاه زيب حسن به د سې شنبې په ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو ضد ادارې ته وړاندې شي.
د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو د دغې رسوایۍ د پلټنې لپاره درې کسيزه ډله ټاکلې ده چې مشري يې اصغر حیدر کوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر به خپل کار پيل کړي.
محمد عرفان چې د پاکستان لپاره په ټېسټ لوبو، يوه ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې يې برخه اخيستی وروستی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د انګلستان پر وړاندې په يوه ورځنۍ لوبه کې راڅرګند شوی و.
روانه مياشت د پاکستان يو بل لوبغاړی نصير جمشيد هم کرېکټ کې د درغلیو په تړاو بريتانيا کې نيول شوی و.