د پاکستان سوپر لیګ رسوایي؛ ناصر جمشېد هم له لوبو منع شوی

د پاکستان کرکټ بورډ خپل پخوانی اوپنر (پیلوونکی لوبغاړی) ناصر جمشید فساد سره د مبارزې اخلاقي کوډ نه د سرغړونې له امله په موقتي ډول ځنډولی او د کرکټ هرډول لوبو کې یې له ګډون نه منع کړی دی.

دا خبره لومړی د پاکستان سوپر لیګ سیالیو رییس نجم سیټي پر خپل ټویټر وکړه او وروسته د پاکستان کرکټ بورډ مطبوعاتي خبرپاڼه خپره کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناصر جمشید د ځنډولو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو له لوبو د هغه منع کول د پاکستان سوپر لیګ رسوايۍ یوه برخه ده.

بلخوا اسلام اباد یونایټېډ د خپلو دوو لوبغاړو خالد لطیف او شرجیل خان تر ځنډولو وروسته، ۴۰ کلن اوپنر بېټسمېن رفعت الله مهمند د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې په خپله لوبډله کې نیولی دی.

اسلام اباد یونایټېډ اوسمهال یو بل لوبغاړی هم خپلې لوبډلې ته راولي، خو اعلان به یې وروسته وشي.

خالد لطیف او شرجیل خان د فساد د تورونو له امله د پاکستان سوپر لیګ له لوبو ویستل شوي او هغوی ته د لامل خبرتیا هم استول شوې ده. دغه دوه پاکستاني لوبغاړي له لوبو تر ځنډول کېدو وروسته بېرته هېواد ته ستون کړای شوي دي.

ددغو دوو لوبغاړو تر ځنډېدو وروسته د ناصر جمشېد نوم هم د چارواکو لخوا اخیستل کېده او ورته ویل شوي و چې هغه شرجیل خان او خالد لطیف ته له یوه مشکوک کس سره د لیدلو خبره کړې وه.

رفعت الله مهمند په ۲۰۱۵ کال کې د انګلېنډ پر خلاف په درېیو شل اورېزو نړیوالو سیالیو کې د پاکستان لپاره لوبېدلی.

هغه فرسټ کلاس کرکټ کې ۱۲ سلیزې وهلي او په ملي کچه یې په شویو ۵۶ شل اوریزو سیالیو کې ۵ پنځوسیزې بشپړې کړې دي.

ناصر جمشېد د پاکستان له لوري په دوه ټېسټ، ۴۸ یو ورځنیو او ۱۸ شل اورېزو نړیوالو لوبو کې لوبېدلی دی. په نړیوالو یو ورځینو لوبو کې هغه درې سلیزې جوړې کړې دي.

هغه په وروستي ځل د پاکستان لپاره په ۲۰۱۵ کال کې په نړیوالو جام سیالیو کې لوبه کړې وه، خو په دغو نړیوالو سیالیو کې یې لوبه ډېره بې خونده وه.

اسلام اباد یونایټېډ د پاکستان سوپر لیګ کې خپله درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ له کویټه ګلیډیېټرز سره په شارجه کې کوي. اسلام اباد یونایټېډ تراوسه یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې ده.

کویټه ګلیډيېټرز تراوسه په دغه لیګ کې یواځینۍ لوبډله ده چې خپلې دواړه لوبې ګټلې دي.