کرېکټ: پېښور زلمیانو د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګتله

د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په پایلوبه کې د پېښور زلمیانو لوبډلې کوېټه ګلډییټرز ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه او له دې سره یې د سږ کال اتلولي وګټله.

دغه پایلوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي ول.

د پېښور زلمو لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکل شویو ۲۰ آورونو کې یې په ۶ وېکټو ۱۴۸ وکړې.

کامران اکمل تر ټولو ډېرې ۴۰ منډې وکړې.

په ځواب کې د کوېټه ګلډیټرز پیل ښه نه و او په لومړیو څو آورونو کې یې په اسانۍ وېکټې له لاسه ورکړې.

امجد شهزاد که څه هم د کوټې هیلې بېرته را ژوندۍ کړې خو د پېښور زلمیانو چا ته د منډو جوړولو فرصت ورنه کړ.

د زلمو لپاره محمد اصغر درې او وهاب ریاض دوه وېکټې واخیستې.

د پېښور زلمیانو له لوري لوی هدف ټاکلو کې د لوبډلمشر ډېرن سامي لوی لاس و. نوموړي وروستیو اوورونو کې یوازې د ۱۱ توپونو بدل کې ۲۸ منډې تر لاسه کړې.

په پای کې د کوېټه ګلډیټرز ټوله لوبډله په ۹۰ منډو وسوځېده او پېښور زلمیانو دا لوبه په ۵۸ منډو وګټله.

کامران اکمل چې نیمه پایلوبه کې یې سلیزه بشپړه کړې وه، نن هم ښه وځلېد او د شپږو څلوریزو په مټ یې ۴۰ منډې جوړې کړې.

کامران اکمل ته د ښه کیپینګ یا توپ نیوکي ۲۰ زره ډالره جایزه هم ورکړل شوه.

د کوېټه ګلډیټرز له لوري ریاض امرت درې، حسان خان دوه او محمد نواز یوه وېکټه تر لاسه کړه.

دا دویم ځل دی، چې کوېټه ګلډیټرز په پایلوبه کې له ماتې سره مخامخ کېږي. تېر ځلې دوی د اسلام اباد یونایټیډ له لوري ماتې سره مخ شوي ول.