نایک شرکت مېرمنو ته لومړی سپورتي حجاب جوړوي

زهره لاري

د عکس سرچینه، الصورةNIKE

د عکس تشریح، د عربي متحده اماراتو لوبغاړې زهره لاري نایک حجاب اغوستی او د ښځې په نړیواله ورځ یې خپل انځور خپور کړی دی.

د نایک په نوم شرکت د لوبو لپاره مسلمانو ښځو ته نوی حجاب جوړ کړی، چې وايي په دې حجاب کې مسلمانه مېرمنه په ارامه لوبې کولای شي.

دغه شرکت هوډ لري په ۲۰۱۸ کال بازارونو کې د لوبو دغه حجاب خرڅلاو ته راوباسي.

په دې حجاب کې ډېر کوچني سوري دي چې د فعالیت پرمهال د هوا د ننوتلو په موخه جوړ شوي.

نایک شرکت وايي، دغه نوی تولید یې د نوي کال د لوبو لپاره جوړ کړی دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې د ښځو د لوبو بېلابېلې جامې بازار ته وړاندې کېږي، خو نایک هغه لومړنی لوی نړیوال شرکت دی چې د سپورت برخه کې د ښځینه مسلمانو لوبغاړو اړتیاوو پوره کولو ته مثبت ځواب وايي.

منال رستم

د عکس سرچینه، NIKE VIA ASSOCIATED PRESS

د عکس تشریح، منال رستم هغه لومړنۍ مصرۍ لوبغاړې وه، چې د چین تاریخي دېوال د منډو سیالۍ کې یې ګډون وکړ

د "کپسټرز" او "ریسپورټ آن" شرکتونو په څېر کوچنۍ سوداګریزې نښې لرونکي شرکتونه شته چې یاد دوه شرکتونه د لوبو حجاب کې مخکښ رول لري.

نایک شرکت وايي، دغه نوی تولید یې د نوي کال د لوبو لپاره جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، NIKE

د عکس تشریح، نایک شرکت وايي، دغه نوی تولید یې د نوي کال د لوبو لپاره جوړ کړی دی.

نایک وايي، پر خپل نوي تولید یې د کیڼ غوږ ترڅنګ په ډېر مهارت سره د "سووش" سوداګریزې نښې ځای پرځای کولو هوډ کړی دی.

د عربي متحده اماراتو لوبغاړې زهره لاري نایک حجاب اغوستی او د ښځې په نړیواله ورځ یې خپل انځور خپور کړی دی.

نوموړې پر کنګل هغه لومړنۍ ښویېدونکې ښځینه لوبغاړې ده، چې د ۲۰۱۸ کال ژمنيو اولمپیک سیالیو کې د خپل هېواد په استازیتوب د لوبېدو هیله لري.

زهره لاري

د عکس سرچینه، Zahralari