تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانوي جمناسټ لویس سمیت، اسلام ته د سپکاوي له کبله لوبو کې دوې میاشتې برخه نه شي اخیستی
بریتانیا کې پر څلور ځله د سرو زرو مډال ګټونکي بریتانوي جمناسټیک لوبغاړي لویس سمیت له دې کبله دوې میاشتې لوبو کې د برخې نه اخیستو بندیز لګېدلی، چې یوه ویډیويي کلیپ کې یې اسلام ته سپکاوی کړی دی.
دغه ویډیو چې سمیت ثبت کړې او رسنیو ته په لاس ورغلې ښيي، چې د متقاعد جمناست لیوک کارسون د لمانځه پر مهال لویس سمیت خاندي.
سمیت چې په ریو اولمپیک لوبو کې یې د سپینو زرو مډال ګټلی و، وروسته وویل ' د خپلې بې پامه کړنې له کبله ډېر متاسف دی '
کارسون ته خبرداری ورکړل شوی دی.
د بریتانیا جمناستیک لوبو اداري مشره جین الین وايي، '' له تاریخي بریالیتوبونو یو ډک دوبی تېر شو، خو اوس موږ د دوو مهمو غړو داسې کړنو له کبله یوه ستونزمن حالت سره مخامخ یو او دا چې موږ، د لوبو شفافیت او معیارونو ته ژمن یو، له دې پرته مو بله لار نه درلوده، چې دغې موضوع ته له مسوولیت سره غبرګون وښیوو. ''
سمیت د بریتانیا مشهور جمناستیک لوبغاړی دی او ۲۰۱۲ کال کې یې د بي بي سي ' سټرایکټلي کم ډانسینګ ' نومي شو کې هم بریا تر لاسه کړې.
د کارسون خبرداری به د هغه په ریکارډ کې د دوو کلونو لپاره ثبت پاتې شي، خو دغه ۲۷ کلن لوبغاړی کولای شي روزنې ته دوام ورکړي.
بل لور ته سمیت له لوبو د یوې موقتې وقفې لپاره لرې کېږي او د میلمه شخصیت په توګه به د نڅا روانې ساتنې دریځ تولید لپاره په سفر ځي.