تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کبانو لرغوني غاښونه د پخلي لومړنۍ نښې څرګندوي
- Author, رفي برګ
- دنده, بي بي سي نیوز
د اسراییلو په مشرۍ د څېړونکو یوې ډلې ویلي، انسانانو سلګونه زره کاله د مخه د خوړو پخولو لپاره اور کارولی. دا نظر له پخوانیو نظرونو سره توپیر لري.
دوی د اسراییلو په شمال کې د ۷۸۰،۰۰۰ کلونو پخوانیو پاتې شونو شواهد موندلي چې د لوی کارپ ډوله په څېر ماهي په څېر دي.
ساینس پوهانو موندلې "د خامو خوړو خوراک څخه پخو خوړو ته انسانانو لېږد، د انسان په وده او چلن کې ډراماتیک اغېز لرلی دی".
د پخلي مخکني شواهد له میلاد څخه ۱۷۰۰۰۰ کلونه مخکې تاریخ لري.
د دوه مترو په اندازې د کبانو پاتې شوني د ګشیر بنوت یعقوب لرغونې سیمې کې موندل شوي چې د ګیلیل سمندر شمال ته شاوخوا ۱۴ کیلومتره د اردن سیند شاوخوا پروت دی.
د تل ابیب پوهنتون ډاکټر ایریت زوهر په مشرۍ څېړونکو د کب د غاښونو کرسټالونه څېړلي، چې په سیمه کې په لویه اندازه موندل شوي دي.
څېړنه ښيي د کبانو د موندلو شویو کرسټالونو یوه نښه دا وه چې مخامخ اور نه وو ورته رسېدلی، خو د حرارت په ټیټه درجه کې پاخه شوي.
د بیت المقدس عبراني پوهنتون پروفیسور نوما ګورین انبار ویلي "د خوړو پخولو لپاره اړین مهارت ترلاسه کول د پام وړ تکامل پرمختګ نښه کوي."
" ان دا هم ممکنه ده چې پخلی یوازې په کب پورې محدود نه وي، بلکې نور حیوانات او نباتات هم پکې شامل وو."
په سیمه کې نور موندل شوي نور لرغوني توکي دا شواهد په ګوته کوي چې دا د ښکاریانو له خوا راټول شوي چې لسګونو زرو کلونه هلته مېشت وو.