د فیزیک نوبل جایزه فرانسوي، امریکايي او اترشي څېړونکو په ګډه وګټله

د عکس سرچینه، EPA/REUTERS
فیزيک کې د سږ کال د نوبل جایزه د کوانټم میکانیکس یا پر تر ټولو کوچنیو زرو د طبيعت د تشریح په علم کې څېړنې ته ورکړل شوی.
جایزه فرانسوي الان اسپېکټ، امریکايي جان کلاسر او د اتریش انتون زایلېنګر ته په ګډه ورکړل شوې.
د دوی څېړنه به د ځواکمنو کمپیوټرونو او اړیکتيايي سیستمونو د نوو نسلونو په لور لاره پرانیزي چې تر اوسه ناشوني ښکارېدل.
۷۵ کلن فرانسوي الن اسپېکټ له ۷۹ کلن امریکايي جان ګلاوسر او د آسټریا له ۷۷ کلن انتون زایلېنګر سره یو ځای د فېزيک په برخه کې د نوبل د سږ کال جایزه وګټله.
دوی ته دا جایزه د کوانټم فیزيک په برخه کې د برخلیک ټاکونکې څېړنې او تجربې په خاطر ورکړل شوې.
د دوی دغه کار او څېړنه به د ځواکمنو کمپیوټرونو او اړيکتیايي یا مخابراتي سیستمونو نوو نسلونو ته لاره هواره کړي چې تر دې دمه ناشوني وو.
دوی درې واړه به د جایزې لس مېلیونه سوېډني کرون یا څه باندې نهه لکه امریکايي ډالر سره وېشي.
همدغو دریو کسانو په ۲۰۱۰ کال کې هم یو ځای د وولف جایزه هم ګټلې وه.

د عکس سرچینه، NOBEL PRIZE
د سوېډن د علومو اکاډمۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د نوبل د فیزيک کمېټې غړو د دغه خبر د اعلانولو پر مهال وویل د کوانټم معلوماتو علم په بیړه بدلېدونکې او غوړېدونکې برخه ده او پوره مهمه ده.
د نوبل د فزیک کمېټې غړې اېوا اولسون د دغې څېړنې په تړاو وویل چې دا د معلوماتو د خوندي لېږد، کوانټم کمپیوټینګ او احساسي ټکنالوژۍ په څېر پر برخو پراخ او احتمالي اغیزونه لرلی شي.
کوانټم ميکانیکس د ذرو یا اتومونو د ټوټو چلند تشریح کوي او دا علمي څانګه په شلمه پېړۍ کې غوړېدلې.
د دوی څېړنه د ذرو د برخو تر منځ د داسې تړاو په اړه ده چې که په فیزيکي لحاظ سره لګېدلې هم نه وي له یوه بل سره کلک نښلون او تړاو لري.
دا ګډ تړاو کېدی شي انرژي او ګرځېدل يې وي؛ دا هغه ناآشنا حالت دی چې البرټ انشټین هم په واټن کې د حیرانوونکي تړاو کړ بللی و.
په دې تړاو په ۱۹۶۰مو کلونو کې د شمالي آیرلند یوه څېړونکي سټیوارټ بېل هم تیوريکي څېړنې کړې وې خو دا د سږ کال د فیزیک د نوبل جایزې ګټونکي اسپېکټ، کلاوزر او زایلېنګر وو چې په دې اړه يې تجربې وکړې او ثابته یې کړه چې دا څه عملي کارندوالی لرلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیزيک په برخه کې د تېر کال جایزه دریو هغو څېړونکو ته ورکړل شوې وه چې د ځمکې د اقلیم او پېچلو سیستمونو په برخه کې یې زموږ د پوهولو لپاره مهم علمي کار کړی و.
نوبل جایزه له ۱۹۰۱ کال راهیسې د نړۍ له بېلابېلو برخو هغو ښځو او نارینه وو ته ورکول کېږي چې د فیزيک، کېمیا، طب یا درملو، ادبیاتو او سولې په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې ولري.
دا جایزه د الفرېډ نوبل په نامه ده. هغه سوېډنی مخترع، سوداګر او څېړونکی و چې شعر او ډرامه یې هم لیکلې.
د هغه ګڼې لېوالتیا د هغه د جایزې په برخو کې هم ښکاري چې ده يې په ۱۸۹۵ کال کې هغه مهال بنسټ کېښود چې په خپل وصیت کې یې وليکل چې د هغه ډېره شتمني به دغې جایزې ته ورکول کېږي.









