حشرات وخورو که نه؟ خوړل به یې څه ګټه ولري؟

حشرات، خځنده

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا د کاردیف پوهنتون او د انګلېنډ د لویدیځ پوهنتون ساینسپوهان غواړي لا نور خلک د حشراتو خوړلو ته وهڅوي- په تېره بیا ځوانان- چې د حشراتو خوړل یې د ورځني غذايي رژیم یوه برخه وګرځي.

د بریتانوي ساینسپوهانو د یوې نوې پروژې له مخې به د بریتانیا د ویلز ایالت د څلورو ښوونځیو زده کونکي حشرات یا خځنده خوري.

د ورکشاپونو په ترڅ کې به ساینسپوهان د چرچرکانو، ملخانو او راز راز چینجیانو د خوړولو په اړه له زده کوونکوسره خبرې کوي چې د غوښو د دودیزه خوراکونو پرځای یې د بدیل په توګه په پام کې وساتي.

دا ځکه چې حشرات یا خځنده د پروټین یوه شتمنه سرچینه ده او د غټې او د چرګ غوښې پرتله یې خوړل د چاپېریال لپاره هم ګټور دي.

د ملخانو خوړل ښايي د نارنج جوس په شان د روغتیا لپاره ګټور وي

د کاردیف پوهنتون ساینسپوه کریسټوفر بېر وايي: موږ غواړو ماشومان یوازې د راتلونکي لپاره نه بلکې همدا اوس د پروټینونو د بدیلو سرچینو په اړه فکر وکړي. زموږ د څېړنولپاره د دې خوړو ازمویل خورا مهم دي.

د حشراتو خوړل څه ګټه لري؟

حشرات د یو زیات شمېر ګټورو غذايي توکو څخه ډک دي، لکه امینو اسیدونه او پروټين.

دا خځنده ګان کوچني دي خو د غوايي د غوښې په شان پروټين لري. بل ښه والی یې دا دی چې د ډېرو حشراتو په بدن کې غوړ یا څربي کمه وي.

د حشراتو خوړل چاپېریال ته هم ګټه رسوي

حشرات، خځنده

د عکس سرچینه، Getty Images

دحشراتو خوړل د دې تر څنګ چې د انسانانو بدن ته ګټه رسوي، خوړل یې د چاپېریال لپاره هم ګټور دي.

اېتوموفاژي- یعنې د حشراتو خوړل- په نړۍ کې د لوږې کمولو سره مرسته کوي او د چاپېریالي کګړتیا په مخنیوي کې هم رول لوبوي.

زموږ په شاوخوا چاپېریال کې د حشراتو شمېر خورا ډېر دی.

د فارمونو څارويو لپاره، چې انسانان یې د غوښې د تولید لپاره روزي ډېره مځکه پکار ده، په داسې حال کې چې د حشراتو لپاره دومره مځکې او اوبو ته اړتیا نه شته. نه یواځې دا بلکې د څارویو برخلاف، د حشراتو روزل هوا ته د ډېرو زیان رسوونکو ګازونو د خوشې کېدو سبب نه کېږي.

حشرات تقریبا په هرډول اقلیم کې روزل کېدای شي.

پر دې برسېره، حشرات ژر او په زیات شمېر کې تولیدېدلی شي او عمر یې هم لږ دی.

ډېری حشرات د خوړلو وړ دي. په داسې حال کې چې ډېری حیوانات د خوړلو وړ نه دي.

موږ یوازې د ۴۰ سلنه حیواناتو غوښه خورو.

حشرات د اقتصاد لپاره هم ښه دي

د حشراتو د روزنې فارمونه خلکو ته دندې او عاید هم پېدا کوي، په تېره بیا مخ پر ودې هېوادونو کې.

حشرات څه ډول خوند لري؟

حشرات په حېرانوونکي ډول خوندور دي! راز راز خوندونه لري او په دې پورې تړلې ده چې په څه طریقه یې پخوئ.

ډېرو خلکو چې حشرات یې خوړلي، وايي چې خوند یې د چرګ او چنګاښ غوښې ته ورته دی.

که غواړئ چې لړمان په غوړیو کې پاخه کړئ، د ډار خبره نه ده ځکه چې د بدن زهر یې د پخېدو په ترڅ کې له منځه ځي.

ځېنې خلک وايي خوند یې د چنګاښ په شان دی.

ویل کېږي چې د غونډل یا غڼې خوند داسې دی لکه د چرګ او کب غوښه چې سره یوځای شوې وي.

د ورېښمو چینجیانو خوند تر یوه حده د غوزانو خوند ته ورته دی، پوټکی یې وچ او دننه یې لکه د مېده شويو پټاټو یا الوګانو په شان دی.

په کومو هېوادونو کې حشرات خوړل کېږي؟

همدا اوس په افریقا، اسیا او جنوبي امریکا کې حشرات خوړل کېږي.

د ملخانو، مېږیانو، غومبسو، چرچرکانو او ګونګټو په ګډون څه باندې ۱۰۰۰ ډوله حشرات خوړل کېږي.

دا حشرات کېدای شي په لږو غوړو کې له مالګې سره پاخه شي، پر تبۍ وریت شي، په اوبوکې ځوښ شي- خوند به کوي.

حشرات په ژرنده کې په اوړو هم بدلېدای شي او کېدای شي ډوډۍ او کولچې هم ترې جوړې شي.

خو مهمه ده په یاد ولرئ چې ټول حشرات هم د خوړلو وړ نه دي. نو که کله مو خوړل، باید په اړه یې مالومات تر لاسه او ځان ډاډه کړئ چې د خوړلو دي او که نه