تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپوږمۍ تندر نیسي او حیرانوونکی سور رنګ اخلي
د دوشنبې پر ماښام د سپوږمۍ یوه حیرانوونکې ننداره راښکاره کېدونکې ده. تمه کېږي چې ځمکه به د سپوږمۍ او لمر تر منځ راځي او سپوږمۍ به په سره رنګ راڅرګندېږي.
په دې وخت کې به سپوږمۍ ټوله د ځمکې په سیوري کې پټه وي او لومړی به تور رنګ ونیسي او وروسته به په داسې سرې دایرې بدله شي چې د نړۍ د خلکو لپاره به حیرانوونکي وي.
دا تندر نیونه به د دوشنبې پر ورځ له لمر لوېدو مخکې د اروپا په ډېر شمېر هېوادونو کې ولیدل شي.
امریکا کې به بیا خلک د یکشنبې په ماښام د دې تندر نیونې ننداره وکړای شي.
په دې پېښه کې به سپوږمۍ د معمول پرتله لویه ښکاري، ځکه چې له خپل مداره ووځي او ځمکې ته نېژدې کېږي، او له همدې کبله هم د (لویې سپوږمۍ) په نامه یادیږي.
دغه سپوږمۍ ګلاب ته ورته سور رنګ اخلي چې د (لویي سور بخونې سپوږمۍ) نوم هم ورته ورکړل شوی. دا نوم ځکه ورکړل شوی چې نن سبا د پسرلي موسم ګلانو هم سور رنګ اخیستی.
دا هغه مهال دی چې د لمر رڼا د ځمکې له څنډو تېريږي او سپوږمۍ ته رسېږي.
د لندن په ګرېنېچ کې یوه ستور پوه ډاکټر ګریګوري براون د دې پېښې د تشریح کولو پر مهال د سپوږمۍ سور رنګ ته اشاره کړې او وایي: "تاسې به په حقیقت کې ووینئ چې لمر راخاته او پرېواته به د ځمکې په شاوخوا کې ترسره کېږي، او هغه ټوله رڼا به ځمکې ته پر نېژدې شوې سپوږمۍ لګېږي"
د اروپا لویديځې برخې به د دوشنبې ماښام د دغې حیرانوونکې پېښې شاهدان وي چې د ځايي وخت (۲:۳۰ او ۴:۳۰) پیلېږي.
تمه شته چې دا تندر نیونه په افریقا کې هم وکتل شي.
په انګلستان کې به خلک وتوانېږي له لوړو ځایونو یا غونډیو دا تندر نیونه وګوري ځکه چې دغه مهال سپوږمۍ اسمان کې تر ټولو ټیټ موقعیت ته راښکته کېږي.
کله چې د ځمکې سیوری پر سپوږمۍ پرېوځي، په پیل کې سپوږمۍ تور او بیا تیره سور رنګ اخلي. انګلستان کې به یکشنبه سهار وختي په ۴:۲۹ بجو د سپوږمۍ رنګ بشپړ سور وي.
ورو ورو به بېرته خپلې عادي بڼې ته راګرځي خو ویل شوي چې دا حالت به د دوشنبې د سهار تر ۷:۵۰ بجو دوام وکړي.
په امریکا کې به ۸۴ دقیقې دا تندر نیونه دوام وکړي.
تاسې کولای شئ چې د سپوږمۍ دغه حالت په عادي سترګه هم ووینئ خو که دوربین کې یې وګورئ نو سور رنګه سپوږمۍ به په خورا لویه بڼه ووینئ.