تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"سپوږمۍ به نن شپه تندر نیسي"
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې به د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه کې خلک د سپوږمۍ د تندر نیولو ننداره کوي. ستور پېژندونکي وایي، د ځمکې کُره به د لمر او سپوږمۍ ترمنځ راځي، او سپوږمۍ به د څو ساعتونو لپاره په بشپړه توګه د ځمکې په سیورې کې پټه وي.
د ستور پېژندنې په ژبه کې دې حالت ته "بشپړ تندر نیول" وایي. کارپوهان وایي، دا حالت به د شمالي او سویلي امریکا په هېوادونو او همدا راز د لویدیځې اروپا او شمالي افریقا په ځینو برخو کې ولیدلی شي.
داسې اټکل کېږي چې د تندر نیولو پر وخت به سپوږمۍ تکه سره ښکاري، او له همدې کبله د "خونړي لېوه" نوم ورکړل شوی.
په دې حالت کې سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو نژدې واټن کې وي، او په اسمان کې تر نورو ورځو لویه ښکاري.
کارپوهان وایي، د لمر وړانګې به د ځمکې له مخه انعکاس کوي او بیا به پر سپوږمۍ ور پرېوځي، او د همدې وړانګو یا رڼا له برکته به خلک وکړای شي چې سره سپوږمۍ وګوري.
کله چې لمر تندر ونیسي نو خلکو ته سپارښتنه کېږي چې ورته ونه ګوري، خو کارپوهان وایي، د سپوږمۍ د تندر نیولو پر وخت وړانګې ډېرې کمزورې وي، او سترګو ته هېڅ تاوان نه رسوي. نو مطلب دا چې ورته کتلی شئ.
ستور پېژندونکي وایي، دا وضعیت به تر ۲۰۲۹ کاله بیا نه تکرارېږي، نو که یې څوک لیدو ته لېواله وي باید دا فرصت له لاسه ورنکړي.