تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مایکروسافټ وېنډوز ۱۱ راوباسي
مایکروسافټ شرکت د کمپیوټري چلیځ سیستم نوې بڼه Windows 11 راوباسي چې په انډرویډ سیستم کې به هم کار کوي.
مایکروسافټ وايي، وېنډوز ۱۱ به لا ډېره خوندي وي، لږ ځای به نیسي او چټکه به وي.
دغه شرکت دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د وېنډوز ځینو کاروونکو شکایتونه هم کړي وو.
د کمپیوټري ټکنالوجۍ دا شرکت وايي، اوسمهال په شاوخوا ۱٫۳ میلیارد سیستمونو کې وینډوز ۱۰ کارول کېږي.
راتلونکې اونۍ د وېنډوز ۱۱ ازمیښتي بڼه راوځي.
په دې وېنډوز کې به د ۱۰ وېنډوز کاروونکو لپاره د وېنډوز اپډېټ وړیا وي، خو شرط دا دی چې په کمپیوټر کې یې ۶۵ ګېګا بایټه ذخیره ولري.
په نوې وېنډوز کې به د سټارټ یا پیل ایکن د ډیکسټاپ د لاندېنۍ برخې په منځ کې وي، چې په مخکېنیو وېنډوزګانو کې په کېڼه خوا کې و.
په دې وېنډوز کې سلګونه لوبو ته د ننوتلو لپاره د Xbox Games Pass خدمتونو اسانتیاوې هم شته.
مایکروسافټ په ۲۰۱۵ کال د وېنډوز ۱۰ رایستلو پرمهال ویلي وو، دا به د وېنډوز سیستم وروستنۍ بڼه وي او په ۲۰۲۵ کال به ختمېږي.
د مایکروسافټ اجرایوي مشر ساتیا نادالا نوې وېنډوز د وېنډوز په سیستم کې یوه تاریخي لاسته راوړنه بللې ده.