تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ځمکې نړیواله ورځ ولې او د څه لپاره لمانځل کېږي؟
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
له تېرو ۵۱ کلونو راهیسې د ځمکې نړیواله ورځ د اپریل میاشتې په ۲۲مه نیټه لمانځل کېږي. سږکال دا ورځ په داسې حال لمانځل کېږي چې نړۍ تر بل هر وخت له ګڼو ننګونو سره مخامخ ده.
د ځمکې نړیواله ورځ چې د اپریل میاشتې له ۲۲ نیټې سره سمون خوري هرکال په دې موخه په نړۍ کې لمانځل کېږي چې د ځمکې او چاپیریال په اړه د خلکو پوهاوي ډېر کړای شي.
ملګرو ملتونو دا نړیواله ورځ ځمکه مور ده په نامه نومولې ده.
په بېلا بېلو هېوادونو کې پر دې ورځ په ډله ییزه توګه یا هم د اشر په بڼه د ځمکې د ښه کولو په نیت اقدامات کېږي.
- ونې کېنول کېږي
- له لارو کوڅو خاورې خځلې ټولېږي
- خلکو ته د پلاستیکو د نه کارولو په اړه د معلومات ور کول کېږي
- خلک هڅول کېږي چې داسې توکي وکاروي چې د بیا کارولو وړتیا ولري
د نړیوالې تودوخې د کمولو غوښتنه
په ځینو هېوادونو کې خلک د ځمکې په نړیواله ورځ له خپلو حکومتونو نه د نړیوالې تودوخې د کمولو په خاطر د اقداماتو غوښتنه هم کوي.
د ځمکې نړیواله ورځ له ۱۹۷۰ کال راهیسې لمانځل کېږي او له هماغه مهال راهیسې یې موخه دا ده چې د هوا، اوبو او خاورې په برخه کې د ستونزو په اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي.
که څه هم په دې ورځ یانې د اپریل په ۲۲مه عامه رخصتي نه وي خو د ځمکې نړیواله ورځ خپل ځانګړی سبمول لري چې د ونې، ګل او پاڼو د انځور ترڅنګ د ریسایکل یا بیا کارولو نښه هم پکې ده.
نوی اقلیمي قانون
سږکال د ځمکې نړیواله ورځ په داسې حال لمانځل کېږي چې اروپايي مشرانو او تګلارې جوړونکو پر یوه نوي اقليمي قانون سلا کړې ده.
دوی موافقه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې کاربون ګازونه ۵۵ سلنه کم کړي.
دا تړون پر اقليمي بدلون له یوه نړیوال کنفرانس وړاندې شوی.
د اقلیم د بدلون په اړه نړیوال کنفرانس نن پنجشنبه په واشنګټن کې جوړېږي چې کوربه یې د امریکا ولسمشر جو بایډن دی.
په دې ناسته کې به امریکا خپل هدفونه روښان کړي