لابراتوار کې تولید شوې د چرګ غوښه اول ځل بازار ته وړاندې کېږي

د عکس سرچینه، EAT JUST
سینګار پور نړۍ کې اول ځل د داسې غوښې د پلورلو قانوني اجازه ورکړه چې د تولید لپاره یې د ژویو حلالولو ته اړتیا نشته.
د چرګ دا غوښه په لابراتوار کې د ژویو د ورنو له ژونکو یا حجرو جوړه شوې ده.
دا پرېکړه ایټ جسټ کمپڼۍ ته چې مرکز یې په سنفرانسیسکو کې ده اجازه ورکوي چې لابراتوار کې تولید شوی چرګ پلور ته وړاندې کړي.
خو دغه شرکت لا نه دي ویلي چې خپل محصول څه مهال بازار ته وړاندې کوي.
د ژویو او چاپیریال د خوندیتوب په تړاو حساسیت زیاتېدو پسې د دودیزې غوښې د بدیل غوښتنه ډېره شوې ده.
د بریتانیا د بارکلیز بانک په خبره، اټکل دی چې راتلونکې لسیزه کې د بدیلې غوښې ارزښت ۱۴۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږي او دا نړۍ کې د غوښې صنعت د ۱،۴ تریلیون ډالري ارزښت لس سلنې سره برابر دی.
څومره خوندي ده؟
د سینګاپور د خوړو اداره وايي، د متخصصانو ډلې د ایټ جسټ د دې غوښې خوندیتوب ارزولی دی چې نتیجه کې یې کارول خوندي بلل شوي دي او سینګاپور کې یې د پلور لپاره اجازه ورکړل شوې ده.
دا اداره وايي، د ورته نویو خوړو څار هم په پام کې نیول شوی چې ډاډه شي لابراتواري غوښې او نور پروتیني محصولات تر پلور مخکې د خوندیتوب په معیار برابر دي.
د ایټ جسټ یو بنسټګر جاش تتریک وايي: "زموږ شرکت کې تولید شوې لیبارټري غوښې پلورلو ته د پلور قانوني جواز ور کول هغو ډېرو شرکتونو ته لومړنۍ بېلګه ده چې سینګاپور او نورو هېوادونو کې دې برخه کې کار کوي. "
دا شرکت وايي، د دې غوښې تولید کې یې کوم انټي بیوټیک نه دي کارولي او په دې دلیل به تر اصل چرګ کم میکروب ولري. "
مهم پرمختګ

د عکس سرچینه، Getty Images
ایټ جسټ شرکت دا پېښه د نړۍ خوراکي صنعت کې مهم پرمختګ بولي او هیله ښيي چې نور هېوادونه هم دا لار غوره کړي.
تېره لسیزه کې لسګونو شرکتونو د دودیزې غوښې د مصرفوونکو د زړه ساتلو په هیله بازار ته د لابراتواري غوښې د وړاندې کولو هڅه وکړه.
د فیوچر میټ ټیکنالوجیز په نوم اسراییلی شرکت او امریکا کې ممفیس میټز کمپنۍ چې بېل ګېټس یې ملاتړ کوي دې برخه کې تر ټولو ستر فعال شرکتونه دي.
دا کمپنۍ هڅه کوي خوندوره او ارزانه لیبارټري غوښه مارکېټ ته ورسوي.
که څه هم د لابراتوار کې د جوړې غوښې خوند ستایل کېږي او هرکلی یې کېږي خو ځینې پوهان باوري دي چې ځینې برخو کې ښايي دا تولید هم د اقلیمي بدلون لپاره لا بد اغېز ولري.
ستونزې

د عکس سرچینه، Getty Images
سینګاپور کې د بي بي سي خبریال ماریکو وايي، که څه هم ایټ جسټ شرکت دا لاسته راوړنه د خوړو صنعت کې یوه مهمه پېښه بولي، خو لا هم ستونزې شته.
لومړی دا چې د لابراتوار غوښه تر ورته نباتي خوړو ګرانه تمامېږي.
ایټ جسټ پخوا ویلي وو چې لابراتوار کې تولید شوی چرګ به ۵۰ ډالره بیه لري، که څه هم دا بیه تر پخوا کمه ده، خو لا هم د اصلي لومړۍ درجه چرګ تر بیې ګرانه ده.
د شرکت لپاره بله ننګونه هم د مصرفوونکو غبرګون دی.
خو دا چې سینګاپور کې د دغه امریکايي شرکت محصول تایید شو نو کورني سیالان یې هم ښايي دې برخه کې کار ته وهڅېږي او سینګاپور ښايي نورو هېوادونو ته دې برخه کې مثال شي.









