هند کې خلک سبزي ډېره خوري که غوښه؟

د عکس سرچینه، AFP
په هند کې د خوړو په تړاو تر ټولو مهم تصور دا دی چې هند یو سبزي خور هېواد دی، په داسې حال کې چې د دغه ډول معلوماتو کره والی تر ننه د پوښتنې وړ دی.
د هند حکومتي څېړنې ښيي چې له ۲۳ تر ۳۷ سلنه هندوان سبزي خواره یا Vegetarian دي.
خو په دې وروستیو کې یوه امریکايي څېړونکي له خپل هندي سیال سره یو ځای په هند کې د خوړو په هکله څېړنه کړې.
د څېړنې پایلې ښيي چې د حکومتي چارواکو شمېرې د ټولنیز او سیاسي فشار له امله وي چې پخپله بیا ناسمې وي.
د دوی په اند خلک د غوښې خوړلو په هکله لږې خبرې کوي خو د سبزیو خوړلو په هکله بیا مبالغه کوي.
دغه دوه څېړونکي وايي چې دې ټکیو ته په پام ویل کېدی شي چې هند کې یوازې ۲۰ سلنه خلک په رښتینې معنا سبزي خواره دي.

د عکس سرچینه، AFP
په حکومتي څېړنو کې دا هم ویل شوي وي چې سبزي خوړونکې کورنۍ له غوښه خورو ډېر شتمن او خوشاله ژوند کوي.
په هندي ټولنو کې تر ټولو ټیټه ډله دلت چې پخوا به اچوت بلل کېدل او قبایلي خلک یې ډيری غوښه خواره دي.
خو له بل اړخه بیا د دغو څېړونکو شمېرې ښيي چې په هند کې غوښه خواره له هغو چې دولتي شمېرې یې ښيي ډېر دی.
د هند د حکومت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې یوازې ۷ سلنه خلک غوښه خوري.
خو ټولنیز فشار او حکومتي شمېرې دا څرګندوي چې خلک په لوی لاس دغه شمېرې لږې ښيي چې تر شا یې لوی لامل په هند کې د (غوا)غوښې سره تړلي ټولنیز اړخونه دي.
د نریندرا مودي حاکم ګوند بي جي پي د سبزي خوړلو وړاندیز کوي. یو لامل یې دا دی چې له دې لارې د غوا د ژغورلو هڅه هم کېږي چې په هندي ټولنه کې سپېڅلی ځای لري.
په لسګونو ښارونو کې د غوا په حلالولو او خوړلو بندیز لګېدلی. د مودي د حکومت پر مهال له ویرې څوک د غوا غوښې خوړلو څخه ځان ژغوري.

د عکس سرچینه، AFP
خو په ریښتینې کې بیا دلت، مسلمانان او عیسویان ټول په سلګونه میلیونه یې د غوا غوښه خوري او دوی د وزې د غوښې په پرتله د غوا هغه خوښوي، ځکه بیه یې ټیټه ده.
د دغو دوو څېړونکو د شمېرو له مخې په هند کې د ۱۵۰ تر ۱۸۰ میلیونه هندوان غوښه خوري.
د هند پلازمېنه دهلي ته خلک د بټر چکن (یو ډول کړایي) پلازمېنه هم وایي.
خو د هند په سوېل کې بیا چینایی ښار ته د هند د سبزیو مرکز ویل کېږي په داسې حال کې چې دلته یوازې ۶ سلنه خلک سبزي خواره دي.
ډېر خلک دا ګومان کوي چې د هند په پنجاب کې خلک د چرګ غوښه خوښوي، خو په ریښتيني کې دلته ۷۵ سلنه خلک بیا سبزي خواره دي.








