د څارویو له وژلو پرته خوراک ته غوښه؟

د ویډیو تشریح، د څارویو له وژلو پرته خوراک ته غوښه؟

دا څه موده ساینسپوهان لګیا وو او هڅه يې کوله داسې غوښه جوړه کړي چې څاروي ورته ونه وژني. ساینسپوهان د دې پر ځای چې ژوي ووژني، د هغوی له حجرو غوښه جوړوي. اوس په کلفورنیا کې څېړونکي وايي ډېر نژدې دي چې داسې یو څه جوړ کړي چې بازار ته یې روباسي او خلک یې وکولی شي واخلي. بي بي سي ورغله چې په لابراتوار کې جوړه شوې غوښه وڅکي.