امریکا کې د کوویډ -۱۹ ضد واکسین لپاره د تایید غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
فایزر او شریک شرکت یې بایو اینټیک د جمعې پر ورځ د کوویډ - ۱۹ ضد واکسین په امریکا کې د تایید لپاره وړاندې کوي. د امریکا خوړو او درملو مدیریت اداره (ایف ډي اې) به د واکسین له ارزونې وروسته د دې د کاروولو اجازې ورکولو پرېکړه کوي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه اداره به د ارزونې لپاره څومره وخت ونیسي. خو د امریکا حکومت تمه کوي، چې د دسمبر میاشتې تر لومړي نیمايي پورې به دغه واکسین تایید شي.
د یوې وروستۍ ارزونې پایلې ښيي چې تر ۶۵ کلنۍ د زیات عمر ۹۴ سلنه کسانو لپاره خوندیتوب لپاره واکسین ګټور ثابت شوي دي. په ټولو نړۍ کې پر ۴۱ زره کسانو د دې واکسین تجربه شوې.
نیمايي کسانو ته وواکسین ورکړل شوي وو او نیمايي نورو ته مسکن درمل. دواړه شرکتونه وايي، که ایف ډي اې د راتلونکې میاشتې تر نیمايي پورې دغه واکسین تایید کړي، دوی به یې په څو ساعتونو کې د وېښ لړۍ پیل کړي.
دا به په امریکا کې د درملو تایید تر ټولو چټکه پروسه وي.
د فایزر اجرايي مشر البرت بوورلا د پنجشنبې پر ورځ وویل، په بېړه د واکسین تایید غوښتلو هدف دا دی چې 'د یوه مهم پرمختګ په توګه نړیوالو ته د کوویډ - ۱۹ واکسین وړاندې کړو. '
بل لور ته د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا ون دیر لیین وايي، د کال تر پایه به اروپايي ټولنه هم بیړه وکړي.
خو دې لړ کې خبرداري هم شته. د لندن سکول اف ټروپیکل مډیسن او هایجین د فارماکوپیډمیولوژۍ څانګې پروفیسر سټېفن ایوانز وايي، دواړه ادارې ایف ډي اې او د اروپا درملو مدیریت اداره اي ایم اې به 'په خورا احتیاط سره ارزونه کوي. '

د عکس سرچینه، Reuters
د بي بي سي روغتیايي چارو خبریاله نومې ګریملې وايي، په پراخه کچه دا درمل لا هم له کاروول کېدو لېرې دي، ځکه داسې تجرباتي تکنالوژي ده چې مخکې نه ده تایید شوې.
تېره اونۍ فایزر او بایو اینټیک مقدماتي ډیټا خپره کړه، چې ښيي دغه واکسین د کوویډ - ۱۹ پر ضد نوې سلنه خوندیتوب ورکوي او خپله د واکسین په هکله د خوندیتوب هیڅ اندېښنه نه شته.
ورپسې د چهارشنبې پر ورځ خپره شوې ډیټا بیا ښيي چې ۹۵ سلنه خوندیتوب لري.
پر بایونټک/فایزر او موډرنا سربطره روسیې هم د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره د سپوټنیک په نوم د واکسین جوړولو خبر ورکړی دی.
د رپوټونو له مخې بریتانیا وار له مخه اسټرا زېنکا شرکت ته د اکسفورډ واکسین د ۱۰۰ میلیونه دوزه، فایزر/بایونټک ته د ۴۰ میلیونه دوزه او موډرنا ته د ۵ میلیونه دوزه سپارښتنه ورکړې ده.
د واکسین په جوړولو کې د دغه پرمختګ خبرې داسې مهال کېږي، چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دغه وېروس له دویمې او درېمې څپې سره مخامخ دي.









