د کمپیوټري موږک مخترع ویلیم انګلېش ومړ

د کمپیټر د موس (موږک) یو مخترع ویلیم انګلېش د ساه درېدو له امله د ۹۱ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د نوموړي مېرمن وايي، مېړه یې د جولای پر ۲۶مه مړ شو .

انجنیر ویلیم انګلېش په ۱۹۲۹ کال د امریکا کنټاکي ایالت کې زیږېدلی، برېښنايي هندسه یې لوستې او بیا د امریکا سمندري ځواکونو کې شامل شوی.

انګلېش په ۱۹۶۳ کال موس (موږک) اختراع کړ خو ترې وړاندې یې ملګري دوګ انګلپارټ دا طرح وړاندې کړې وه او دوواړوه په پیل کې د کمپیوټر پرزو جوړولو کې کار کاوه.

له دې اختراع دوه لسیزې وروسته د موس کارول دود شول.

سور بکس

بېل انګلېش لومړنی کس و چې په سټاننفورډ څېړنیز انستېتیوت کې یې د انګلپارټ د څېړنو پرمهال موس کارولی دی.

په لومړی سر کې موس د یوه لرګین بکس په بڼه جوړ شوی و، چې لاندې برخه کې یې دوه ټایرونه لرل او ۹۰ درجې به چورلېدل.

انګلېش په ۱۹۹۹ کال یوه مرکه کې ویلي وو: "زموږ هدف د یوې داسې الې جوړول وو چې ټکي او کلمې وټاکي."

په ۱۹۶۸ کال د کمپیوټر موس عامو خلکو ته وښودل شو.

پیشو او موږک

ځینې وايي دغې کمپیوټري الې ته ځکه موږک نوم غوره شو، چې په شا کې یې ډېر مزي وو او لکه موږک غوندې ښکارېده.‌

ځینې نور بیا پر دې اند دي چې د موږک کرسر یا ټاکونکی پیشو غوندې ښکارېده، داسې لکه پیشو چې د یو څه ب‍ه لټه کې وي.

انګلېش په ۱۹۷۱ کال په سټانفورډ انستېتیوت کې دنده پرېښوده او د زیروکس څېړنیز شرکت اړند بارک دفتر ته ولاړ.

هلته یې د موږک دوه ټایرونه پر یوه رغړېدونکې الې بدل کړل چې تر اوسه هماغسې پاتې شوه.

هغه مهال د جرمني ټیلیفونکن مؤسسې هم ورته یو څه جوړ کړل.