تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۶۵ زره ډالرو کمپیوټر کوم ځانګړی کمال لري؟
اېپل کمپنۍ روانه اونۍ د ۶۵ زره ډالرو په بیه خپل ځواکمن کمپیوټر پلور ته وړاندې کړ.
کمپنۍ وايي، دا کمپیوټر د دودیزو کارنو لپاره نه دی، بلکې د ګرافیک ډیزاین، ویډیو ایډېټ یا سافټ ویر انجینري څانګو کې د مخکښو کارنو یا کمپیوټر کارو لپاره دی.
د اېپل د ډیزان مشر جان ایو د دې کمپیوټر په هکله خبرو کې وویل: د مختلفو څانګو کارونو ته دا کمپیوټر ډیزان شوی او پکې د اړتیا وړ بې شمېره اسانتیاوې شته.
دا کمپیوتر ۱۸ کیلوګرامه وزني سي پي یو کې وړاندې شوی او سټېن لېس سټېل اله باندې نصبېدلو اسانتیا لري چې په څلور سوه ډالره کېږي.
د دې نوي مېک پرو تر ټولو ارځان ورژن ۵۹۹۹ ډالر دی.
دې بیې سره تاسو ته کمپیوټر کې ۸ غبرګ پروسیسر، ۳۲ ګیګا بایټ رېم، ۸ جي بي ګرافیک کارډ، ۲۵۶ ګیګا بایټ د غږ کیفیت میموري، فریم، لیکدړه یا کیبورډ او موږک یا موس در کول کېږي.
یوه عادي لپ ټاپ کې دا مهال له څلور تر اته ګیګابایټ رېم( د پروګرام ژر لوډولو پرزه) وي، خو د اېپل دې کمپیوټر کې دا دوه سوه چنده ډېر دی او له یوه تر پنځو ټیرابایټ رېم یا ذخیره یې تر ۲۵ زرو ډالرو پېرل کېدی شي.
د ګرافیکس زیاتېدونکې غوښتنې ته په پام دې کمپیوټر کې داسې اله یا ګرافیک کارډ لګېږي چې لس زره اته سوه ډالر پرې لګښت راځي.
د هارډویر انجینري مرستیال مشر ډین ریکیو په خبره، دا نړۍ کې تر ټولو ځواکمن ګرافیک کارډ دی، چې هر ډول زورور ګېمونه او نور ګرافیکي کارونه چلولی شي.
که تاسو دا شیان پکې شاملوئ نو کمپیوتر ۴۹ زرو ډالرو ته رسېږي، خو خبره په دې ځای نه ختمېږي.
که د ۲۵۶ ګیګا بایټ اېس اېس ډي یا رم(لنډمهالې میموري) پوره نه وي، نور ۱۴ سوه ډالرو سره د څلور ټیرابایټ اېس اېس ډي کارډ لګوئ.
ریکیو زیاتوي دې کمپیوټر کې د افټربرنز په نوم داسې ایکسلېټر کارډ پنځول شوی چې د ویډیوګانو چاره لا ښه کوي او د اخیستلو لپاره یې دوه زره نور ډالر پکار دي.
د دې کمپیوټر د موږک یا موس اېښودو وسیلې ته ۱۴۹ ډالر، ۳۰۰ ډالر د ویډیو ایډېټ پروګرام یا (فاینل کټ پرو لس) او دوه سوه ډالر د موسیقي د تدوین پوستکالي ته پکار دي.
امریکا کې له مالیې پرته دا کمپیوټر ۵۳۲۴۷ ډالرو ته رسېږي.
دې کمپیوتر کې سکرین یا منېټر شامل نه دی او دا ډول ځواکمن کمپیوټر ته ځواکمن منېټر پکار دي، چې بیه یې ۵۹۹۹ ډالر دی.
دا منېټر باید ۳۲ انچه پراخ وي او دومره ځواکمن وي چې ۶ کې تصویر وچلوي.
دې منیټر سره د اېښود داسې وسیله در کول کېږي چې دا منېټر پرې درېږي او د اړتیا پر مهال یې کارېدل اسانېږي، خو بیه یې ۹۹۹ ډالر دی.
تاسو دا کمپیوتر پر دېول هم لګولی شئ او د دې درېدو وسیله ۱۹۹ ډالر بیه لري.
ټوله بیه
دې ټولو وسایلو سره د دې کمپیوټر بیه ۶۰ زره ډالرو ته رسېږي، خو بېمه، نور وسیایل یې لکه کېبل، اډپټرونه او نور پروګرامونه پکار دي چې ور سره یې بیه ۶۵ زره ډالرو ته رسېږي.