تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانیا کې د ټابلېټ کمپیوټر له امله 'د نجلۍ وژنه'
په يوۀ ترافيکي پېښه کې د تابلېټ کمپيوټر له امله د يوې ماشومې نجلۍ مړينې اندېښنې راپارولي چې په روانو گاډو کې د دغه راز وسايلو کارونه څومره خوندي ده.
رپوټونه وايي دغه نجلۍ د ماشومانو لپاره ځانگړې څوکې کې ناسته وه او د ټکر پرمهال يې په غېږه کې پروټ ټابلېټ کمپيوټر پر مخ لگېدلى.
هسپانيا کې پوليس وايي که څه هم د دغې نجلۍ د مرگ لامل لا رسماً نه دى تاييد شوى، خو دغه ټابلېټ کمپيوټر يې سر او مخ سخت ټپي کړى.
دغه درې کلنه ماشومه چې نوم يې نه دى ښوول شوى په اسپانيا کې له خپلې مور سره په گاډي کې سپره وه چې ترافيکي پېښه رامنځته شوه.
چارواکي وايي د دوى گاډى د ښوونځي د يوۀ بس په شاه جنگېدلى او د دې په غېږ کې پروت ټابلېټ کمپيوټر الوتى ډېر کلک يې پر مخ لگېدلى چې ظاهراً يې د مرگ لامل شو او د مور ټپونه يې سربېرن دي.
د سړک خوندېتابه ادارې وايي دا ډېره نامعموله پېښه ده.
پوښتنه اوس دا رامنځته شوې چې په روان گاډي کې د ماشوم بوخت ساتلو لپاره ورته د گرځنډه ټيليفون، آيپډ او يا ټابلېټ کمپيوټرونو ورکړه څومره خوندي ده.
د سړک خونديتابه يوۀ کارپوه پيت ويليمز بي بي سي ته وويل، موږ دې ته ورته پېښو په تړاو ډېر نه دي اورېدلي، خو هر هغه شى چې په گاډي کې په يوۀ مزي تړلى نه وي نو باالقوه په يوۀ مرگونې محرکه وسيله بدلېداى شي.
اروپا کې لا داسې کوم قانون نشته چې گاډي کې د دغه راز وسايلو خوندي کول اجباري کړي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د دغو شيانو د خوندي کارولو لپاره بايد اړين وسايل په گاډي کې ولگول شي. داسې تجهيزات شته چې د بېلگې په توگه د مخې څوکۍ شاته لگول کېږي او موبايل يا آيپډ پر خوندي اېښودلى شئ.
خو ډېرى په دې اند دي چې بايد په گاډو کې د برېښنايي وسايلو پر کارونې بنديز لگولو په تړاو بیړه ونشي.