تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کورونا وېروس له اخته مور نوي زیږدلي ماشوم ته وېروس لېږدېدلی شي؟
یوې نوې څېړنې موندلې چې په کورونا وېروس له اخته میندو د زیږون پرمهال نوزیږدو ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد شونتیا کمه ده، خو چې لازمه پاملرنه وکړي.
د نیویارک ښار درېیو روغتونونو کې پر ۱۲۰ نوزیږدو ماشومانو ترسره شوې څېړنه ښيي چې په کورونا وېروس له اخته شویو میندو د دوی نوزیږدو ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد کومه پېښه یې نه ده ثبت کړې.
کارپوهان وايي، دا پایلې ډاډمنوونکې دي، خو لا نورو تجربو ته اړتیا ده.
"ټینګه اړیکه"
شمېرې ښيي چې د میندوارۍ او ماشوم ته د تي ورکولو پرمهال د کورونا وېروس خطر کم ګڼل شوی، نو ځکه میندوارو او هغو مېرمنو ته چې لومړی ماشوم یې زیږولی، سپارښتنې توپیر کوي.
په برتانیا کې د نویو زیږېدلو ماشومانو او ښځو اړوندو ناروغیو شاهي پوهنتون ویلي، میندې باید له خپل نوزیږدي ماشوم سره یوه خونه کې پاتې شي، خو باید ډېر پام وکړي.
کارپوهان وايي، د روغتیا نړیوال سازمان سربېره، د طبیعي تي رودلو ګټې د کورونا وېروس تر احتمالي خطر ډېرې دي.
د امریکا د وبا کابو کولو او وقایې اړوند مرکز د نوزیږدي ماشوم او مور ترمنځ د لنډمهالي جدا والي د اړتیا په اړه سپارښتنه کړې چې له امله یې نوزیږدي ماشوم ته د وېروس د لېږد خطر کمېدلی شي.
خو وروستۍ څېړنې بیا میندو ته له خپلو نوزیږدو ماشومانو سره په یوه خونه کې د اوسېدو اجازه ورکړې، خو په دې شرط چې ماسک ولري او لاسونه په منظم ډول ومینځي.
د څېړونکو پایلې په دې ټکو کې رانغښتل شوې دي:
- تر ازموینې وروسته، ټول ۱۲۰ تي رودونکي ماشومان په کورونا وېروس نه وو اخته شوي.
- ۸۲ ماشومان یوه اونۍ بیا وازمول شول او بیا یې هم کورونا وېروس نه درلود.
- ډېری دغه ماشومان (۶۸ یې) له خپلو میندو سره یوه خونه کې اوسېدل او تر درېیمې برخې ډېرو یې په طبعي ډول تی رودلی دی.
- تر زیږون دوه اونۍ وروسته بیا د ۷۲ ماشومانو ازموینه وشوه او د کورونا وېروس پایله یې بیا هم منفي وه.
څېړونکي وايي، تر زیږون وروسته یې د درېیو ماشومانو ازموینه ونه کړه، ځکه چې والدینو یې نه غوښتل.
خو ډاکټره کریسټین سالواتوري چې د څېړنډلې مشري یې کوله، وویل: "هیله لرو چې زموږ څېړنه نویو میندو ته یوڅه ډاډ ورکړي، هغه دا چې د دوی نوزیږدو ماشومانو ته د کوویډ-۱۹ وېروس د لېږد له امله وېره ډېره کمه ده."