تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا ویروس: پر پنځو ټکو باید پوه شو
د کورونا ویروس د خطر په اړه ناسم معلومات هرچېرې خپاره شوي دي. په لاندې مقاله کې یې یو څو سم موارد څېړو.
ماسک اچول هېڅ ګټه نه کوي
ضرور به مو لیدلي وي چې خلکو ماسک اچول پیل کړي، خو داسې نښې شته چې ماسک کارول چندانې ګټه نه کوي.
یو لامل یې دا دی چې د ماسکونو شاوخوا پرانیستې وي، سترګې مو نه درپوښوي او د ډېر وخت لپاره یې د اچولو زغم هم نه لرئ. که د خوندیتابه ځواک یې درلود، باید ماسکونه وخت پر وخت بدل شي (ځکه د بدن د خولې کېدو په صورت کې لمدېږي).
نړیوال روغتیايي سازمان وايي، ستاسو د خوندیتابه لپاره لاندې ټکي درته مهم دي:
- کله چې ټوخېږئ او پرنجېږئ، خپله خوله او پوزه په لاسپاک یا څنګلې پټه کړئ
- کارول شوی لاسپاک ژر تر ژره په خځلنۍ کې وغورځوئ
- لاسونه مو په صابون او روغتیايي توکو پرېمینځئ
- له هغو کسانو (لږ تر لږه یو متر) واټن ونیسئ چې ټوخیږي یا پرنجېږي
په دغو کارونو ځان مه ځوروئ:
- د هوږې خوړل
- غرغړه کول
- پر مالګینو اوبو د پوزې پرېمینځل
- د کونځلو پر تېلو د پوزې شاوخوا غوړول
د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، د کورونا ویروس په مقابل کې دا ډول کړنې ګټه نه لري. دا ویروس له څارویو نه انتقالېږي،د دې سازمان له مخې داسې شواهد نشته چې دې ویروس دې له سپیو او پیشوګانو سرچینه اخېستې وي.
دا ټکی نو بیا دا مانا نه لري چې هرکله له دوی سره په نږدې کېدو به تاسې لاسونه په اوبو او صابون نه وینځئ.
ان کورني ژوي هم کېدای شي د (ای کُلي) یا (اشریشیا کُلي) یا (سالمونلا) میکروبونو لېږدونکي شي، دا هغه میکروبونه دي چې کولی شي له کورني ژویو انسانانو ته ولېږدي.
داسې ګمان کېږي چې د کورونا نوی ویروس (تراوسه یې نوم نه دی ټاکل شوی) د چین په وهان ښار د ژوندیو ژویو په بازار کې موندل شوی او سرچینه یې ښايي همدا وحشي ژوي اوسي.
مخکې تردې چې دا ویروس انسان ته انتقال شي، څارویو کې خپور و. نور ویروسونه د بېلګې په ډول انفلونزا، ایبولا او سارس هم په همدې ډول خپور شوی و، خو دا په دې معنا نه ده چې په ټولیز ډول ټول څاروي خطرناک یا د ناروغۍ لېږدونکي اوسي.
په کمه اندازه"وژونکې" ده
د برتانیا یو روغتیايي چارواکي وايي، ډېری خلک د (ټوخي او تبې) په څېر د ناروغۍ ځینې وړې نښې لري چې ښه کېږي.
که څه هم دا امکان لري چې خلک ناروغ کړي د بېلګې په ډول د سږو التهابي کېدل او تنفسي ستونزې چې په چین کې د ډېرو د مړینې لامل هم شول. دا هم باید هېر نه کړو چې هرکال په ژمي کې زکام د ډېرو خلکو ژوند اخلي. په برتانیا کې هرکال د زکام له امله په منځني ډول ۶۰۰ تنه مري.
د ناتینګهام پوهنتون جاناتان بال وویل: "په برتانیا کې د زکام پر وړاندې نیول شوي اقدامات ډېر کم دي."هغه سپارښتنه کوي چې د روغتیا له پلوه ځان ښه وساتئ چې له زکام او کورونا ویروس خوندي شئ.
لا هم د دې نوي ویروس د خپرواي په اړه کارپوهان په دقیقه توګه نه پوهېږي چې څه ډول خپریږي.
پروفیسر بال وايي: "د امکان له مخې د ناروغ په ټوخي او تنفس کې ډېرې وړې ذرې دي چې دا ناروغي لېږدوي." نو له همدې امله د دې ناروغانو قرنطین کول یا جلا کول په ځانګړي ډول چې د چین له وهان څخه راغلي وي، دا خطر کموي.
د برتانیا روغتيايي چارواکي سپارښتنه کوي چې د زکام پر وړاندې واکسین ګټور دی.
درمل یې ولې نشته
د دې نوي ویروس لپاره هېڅ ځانګړی واکسین او درمل نشته، همدارنګه پرې دې هېڅ انټي بیوټیک هېڅ اغېز هم نه کوي. (یوازې پر بکتریاوو اغېز لري.) د ده د درملنې لپاره ځانګړې لارې شته خو ډېری خلک په خپله ښه کیږي.
څېړونکي هڅه کوي چې پر وړاندې یې واکسین جوړ کړي، خو دا واکسین لومړی باید وازمایل شي او ډېر وخت به ونیسي چې چمتو او بیا تولید شي.
هغه کسان چې په سالنډۍ، د زړه ناروغۍ، سرطان او یا هم د شکر په ناروغۍ اخته وي دوی له دې ویروس تر نورو ژر اغېزمنېدای شي.
که څه هم په هر سن کې چې وي پرې ککړېدای شي او په چین کې پر دې ویروس د ککړو شمېر زیاتیږي، خو ډېر کم شمېر بیا ترې مري.
چینايي خواړه د ناروغۍ لامل نه ګرځي
که څه هم په خواله رسنیو د وېرې څپه خپره ده اړ نه یاست چې د رسټورانټونو له خوړو پرهېز وکړئ، چینايي خواړه ونه خورئ او وربشې له نورو پلونځیو وپېرئ.
د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې له چین څخه د لیکونو او کڅوړو ترلاسه کول هېڅ خطر نه لري. دا ویروس د اوږده ځنډ لپاره پر یوځای نه پاتېږي.
د انګلستان د روغتیايي ادارې د سپارښتنو پراساس، کله چې له داسې ناروغ سره مخ کېږئ، لږ تر لږه دوه متره واټن ترې ونیسئ چې خطر مو ونه ځپي.
هغه کسان چې په دې وروستیو کې د چین له هوبي او وهان څخه راستانه شوي ډېری په دې ویروس اخته دي.
ډیری یې تر څار لاندې دي او له معایناتو وروسته معلومه شوه چې په دې ویروس ککړ نه دي.