تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د کورونا وېروس واکسین به تاوان یا جانبي عوارض هم ولري؟
کله چې روانه اونۍ د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون څېړونکو د کورونا وېروس مخنیوي واکسین د ازمېښتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، تمه او هیلې هم ورسره ډېرې شوې.
د اکسفورډ ماهرینو له لوري چمتو کېدونکی واکسین له نژدې دوه درځنه هغو یو دی چې پر خلکو یې کلینیکي ازمېښتونه سر ته رسېدلې او د نړۍ په لر او بر کې ۱۴۰ ځایه د دغه ډول واکسینو چمتو کولو بهیر دوام لري.
په دې لیکنه کې د کورونا ضد واکسین په هکله د بي بي سي انلاین ایډیټرې میشل رابرټس د ځینې لوستونکو پوښتنې ځواب کړې دي.
ایا واکسین به سل په سلو کې خوندي وي؟ ځکه زه ډارېږم، هسې نه په بیړه کې یو واکسین چمتو شي چې ښايي ناوړه جانبي اغېز یا عوارض ولري.
ټیم پریکي، لیډس
نوي واکسین په پراخه کچه له کارول کېدو مخکې معمولاً له سختو ارزونو او تجربو تېریږي. که څه هم د کورونا وېروس په هکله څېړنه خورا په چټکۍ سره ترسره کېږي، خو په کلینیکي تجربو کې اوس هم دې ارزونو ته بشپړه پاملرنه کېږي.
په هر ډول درملنه کې د احتمالي جانبي اغېزو یا عوارضو امکان شته او کورونا ضد واکسین هم مختلف نه دي. معمولاً واکسین خفیف یا سپک جانبي اغېز لري، چې ښايي د پوټکي په هغه برخه کې چې واکسین ورکړل شوی، پاړسوب یا سوروالی پکې ورسره راپیدا شي.
ایا داسې کوم ثبوت شته چې د نزلې زکام واکسین په ۲۰۱۹ یا ۲۰۲۰ کال کې د کوویډ - ۱۹ لپاره ارزول شوی دی؟
د موسمي نزلې زکام مخنیوي واکسین له کورونا وېروسه د خوندیتوب لپاره کار نه ورکوي. والګی (انفلونزا) او کورونا وېروس دوه بیخي جلا ناروغۍ دي، چې د بېلابېلو وېروسونو له کبله رامنځته کېږي.
د انفلونزا درملنه او په ځانګړې توګه د کورونا وبا پر مهال د روغتیا ساتنې لپاره ښه چاره ده. ځینې کسان چې عمرونه یې له ۶۵ پورته وي، اوږدمهاله ناروغي ولري او یا د سختې ناروغۍ له جدي خطر سره مخامخ وي، د بریتانیا له عامې روغتیا ادارې لخوا ویړیا درملنه ترلاسه کوي.
ایا هغه کسان هم واکسین ترلاسه کولای شي چې د بدن غړي یې پیوند شوي وي؟
دان لینډو، ریډینګ انګلستان
ساینسپوهان د کورونا وېروس مخنیوي لپاره پر بېلا بېلو واکسینونو تجربې کوي. تر اوسه معلومه نه ده چې کوم یو به یې ګټور ثابت شي، او که هر یو ګټور ثابت شي، د بېلا بېلو کسانو لپاره به یې بېلا بېله بڼه کاروول کېږي.
پر رضاکارو یې ازموینه روانه ده، خو دا به نور وخت هم ونیسي چې معلومه شي چې د چا لپاره ګټور تمامېږي.
که مو د بدن غړي پیوند شوي وي او د مدافعت نظام کمزورۍ لپاره درمل کاروئ، د (لایو) په څېر ځینې واکسینونه چې وېروس او میکروبونه کمزوري کوي، ښايي ستاسې لپاره مناسب نه وي.
که په وېروس کې بدلون راځي، بیا به هم واکسین ګټور وي؟
الن این جي، ډینګلې، کاناډا
د کورونا مخنیوي واکسین د وېروس اوسني فشار ته په پام سره چمتو کېږي. وېروسونه معمولاً بدلون مومي، خو دا حتمي نه ده چې د واکسین ګټورتیا به ورسره کمه شي.
دا د وېروس د بدلون په څرنګوالي پورې هم تړلې موضوع ده، چې له بدلون سره یې هغه برخه څومره بدلون مومي، چې واکسین یې د ځپلو یا ختمولو لپاره چمتو شوي دي.
اوسمهال د کورونا ضد ډېری واکسینونه له جنییټکي لارښوونې سره داسې طرح شوي دي چې په انساني ژوڼکو پورې د کورونا وېروس نښتلو پر وړتیا اغېز کوي.
تر اوسه ساینسپوهانو د وېروس په دې برخه کې داسې کوم بدلون نه دی لیدلی چې د واکسین وړتیا اغېزمنه شي.