روسي جاسوسانو "د کورونا وېروس واکسین په نښه کړی"

د ملي امنیت خدماتو یوې ډلې ویلي، روسي هکرانو هغه سازمانونه یا ادارې په نښه کړي چې د کوورنا وېروس لپاره د واکسین جوړولو هڅې کوي. د بریتانیا د ملي سایبري امنیت ملي مرکز وایي، ډاډه دي چې دا هکران د روسیې د استخباراتي ادارو برخه دي.‌

یاد مرکز وایي،‌ د هکرانو دې ډلې هڅه کړې ده چې د کورونا وېروس واکسین په تړاو مالومات غلا کړي.‌ د دې مرکز مشر پاول چېچسټر د هکرانو دا هڅه غندلې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب ویلي، دا خبره د منلو نه ده چې د روسیې استخبارات هغه ادارې په نښه کوي چې د کووېډ-۱۹ وبا پر ضد هلې ځلې کوي.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې نور هېوادونه خپلې شخصي ګټې خوندي کوي او بې مسئولیت چلن کوي، بریتانیا او اتحادیان یې د واکسین جوړولو او د نړیوالې روغتیا خوندي کولو سخته چاره پر مخ وړي.

د روسیې غبرګون:

خو کرملېن د کورونا وېروس د کورنا وېروس واکسین اړونده مالوماتو د غلا کولو تورونه رد کړي دي. د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي:

"موږ د هغو جهتونو په اړه مالومات نه لرو چې ښايي په بریتانیا کې یې د درملو جوړولو او نورو څېړنیزو مرکزونو مالوماتو ته لاره موندلي وي. موږ یوازې یو څه ویلی شو، روسیه له دې هڅو سره هیڅ تړاو نه لري. موږ دا ډول تورونه نه شو منلی، دغه راز د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د لاس وهنې تورونه بې بنسټه دي ".

د ملي امنیت خدماتو هغه ډله کې چې پر روسیې دا تور لګوي،‌ د بریتانیا د سایبري امنیت ملي‌ مرکز، د کاناډا د مخابراتو د امنیت بنسټ، د امریکا د کورني امنیت اداره، د امریکا د سایبري امنیت اداره او د دې هېواد د ملي‌ امنیت اداره شاملې دي.‌

ویل کېږي چې د هکرانو دا ډله د APT29 په نامه د یوې لویې ډلې برخه ده.‌ دې هکرانو په سافټ ویرونو کې له شته نیمګړتیاو ګټه اخیستې ده او ناخوندي کمپیټرونو ته ننوتلي.

وروسته دوی هڅه کړې ده چې له دې کمپیوټرونو مالومات ډاونلوډ کړي، یا نور فایلونه ور ولېږي.‌

دوی همدا راز ځینې کسان تېر ایستلي او د هغوی د حسابونو شفرونه یا نور مالومات یې ترې ترلاسه کړي.‌

د ملی امنیت خدماتو ډله په خپل رپوټ کې وایي:

"د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د APT29 ډلې په کاناډا، امریکا او بریتانیا کې ګڼ هغه بنسټونه په نښه کړي چې د کورونا وېروس لپاره د واکسین پر جوړولو بوخت دي. ډېر احتمال شته چې دوی دا کار د مالوماتو غلا کولو لپاره کړی".

خو په رپوټ کې د هغو مشخصو ادارو نومونه نه دي یاد شوي چې دې هکرانو په نښه کړې دي، او دا هم نه دي ویل شوي چې ایا کوم مالومات غلا شوي هم دي که نه.

د احتمالي واکسین ډېرېدو ته هیلې ډېرې شوې

په برتانیا او امریکا کې د کورونا ضد هغو احتمالي واکسینو پایلې هیله منوونکې بلل شوې او ورسره ژر د دغې وبا مخنیوي ګټور واکیسن چمتو کېدو ته تمه ډېره شوې.

په امریکا کې روانې څېړنې ښيي چې په رضاکارو کسانو کې لږ تر لږه د دوو احتمالي واکسینونو غوره مدافعتي پایلې لیدل شوې دي او کوم ناوړه غبرګون یې هم نه درلود.

په اکسفورډ پوهنتون کې له روانو څېړنو هم راتلونکې اونۍ د ورته پایلو تمه کېږي. اوسمهال نژدې یو درځن احتمالي واکیسن له تجربو تېرېږي او ۱۴۰ نور دغه ډول واکیسن په لومړني پړاو کې دي.

یو شمېر ساینسپوهانو بیا له داسې رضاکارو د رامخکې کېدو هیله کړې چې له وېروسه اغېزمن کېدو ته چمتو وي.

د چین اقتصادي وده

د چین اقتصاد له ریکارډ کچې کموالي وروسته دویمه درې میاشتې موده کې درې اعشاریه دوه سلنه وده کړې. د نړۍ دغه دویم ستر اقتصاد د روان کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د کورونا وېروس له کبله له سخت مخ پر ځوړ حالت سره مخامخ و.

خو د چهارشنبې پر ورځ خپرې شوې شمېرې ښيي چې له اپریل تر جون میاشتو موده کې د چین ټولټال ملي عاید (جي ډي پي) کې غوروالی راغلی.

د چین اقتصاد له بیا متحرک کېدو وروسته په نړۍ کې پر دې شمېرو په دقت سره غور کېږي.

دغه شمېرې د ماهرینو له وړاندوینو زیاته وده ښيي او مانا یې دا هم ده، چې چین په تکنیکي پلوه کساد بازارۍ ته له تلو ژغورل شوی دی، چې د محصولاتو په دوو پرلپسې دورو کې یې کموالی په نښه کوي.