کورونا وېروس؛ هند ته ولې واکسین جوړولو کې سترګې ور اوړي؟

تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، هند او متحده ایالتونه د کورونا وېروس پرضد پر واکسین جوړولو ګډ کار کوي.
د ښاغلي پمپیو دا څرګندونې یو مخ هیښوونکې نه وې.
دا دواړه هېوادونه له دریو لسیزو ډېر وخت را هیسې د واکسین جوړولو ګډ پروګرام لري، چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی دی.
دوی د ډینګې، انترک یا ټک ناروغیو، انفلوینزا او ټیبي د مخنیوي لپاره ګډ کار کړی دی. په نږدې راتلونکي کې پلان لري چې د ډینګې واکسین وازمويي.
هند په نړۍ کې د عمومي درملو او واکسین یو ستر تولیدوونکی دی.
د لسګونو لویو واکسینونو د جوړوونکو له ډلې د نیمايي کور او د وړو هغو کوربه دی، د پولیو، مننیجیټ، د سږو د پړسوب یا نیمونیا، خولې او لمنې ناروغي، د ټي بي واکسین، شري، ډډغمبوری او سپک شري په څېر نور درمل جوړوي.
اوس د هند نږدې پنځه کمپنۍ د هغه ویروس پرضد واکسین جوړولو هڅه کوي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ سبب کېږي.
په دوی کې د هند سیروم انستیتیوت د خوراک یا ډوز او په نړیواله کچه د خرڅلاو له مخې نړۍ کې د واکسین تر ټولو ستر جوړوونکی دی.
دا ۵۳ کلنه کمپنۍ په پونا ښار کې د دوو څانګو په مرسته هر کال ۱،۵ میلیارد خوراکه واکسین جوړوي، نورې وړې کمپنۍ هم نېدرلنډ او چیک جمهوريت کې لري. تر اوو زرو کسان ور سره کار کوي.
دا کمپنۍ نږدې ۲۰ واکسینونه تر ۱۶۵ هېوادونو رسوي. نږدې ۸۰ سلنه واکسین یې صادرېږي او یو خوراک/ډوز یې نیم ډالر دی چې په نړۍ کې تر ټولو ارزانه درملو کې راځي.
اوس دې کمپنۍ د کوډیجنیکس په نوم د امریکا له یوې بایوټیکنالوجي کمپڼۍ سره همکاري پیل کړې، چې د ژوندي میکروب واکسین جوړ کړي چې اتیا یې په ټوله نړۍ کې پرمختګ کوي.
دا واکسین د ناروغۍ زېږولو ورانوونکې برخې له منځه وړي یا یې شدت کموي، خو ژوندی یې ساتي.
دا د کومې ناروغۍ سبب نه کېږي، ځکه د ناروغۍ زېږوونکی ازمایښتي حالت کې ډېر کمزوری دی او تر څارنې لاندی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سریوم انستیتیوت اجرايي مشر اندر پوناوالا په ټلیفون راته وویل: موږ اپرېل کې په موږک او تي لرونکي تجربه کوو. په سپټمبر کې یې باید په انسانانو تجربه پیل کړو.
د ښاغلي پوناوالا کمپنۍ د اکسپورډ پوهنتون سره جوړ شوي واکسین پراخ تولید کې هم ملګرې ده چې د برتانیا حکومت یې هم ملاتړ کوي.
په انسانانو د دې واکسین د ازمویلو چاره د پنجشنبې په ورځ په اکسپورډ کې پیل شوه.
که ټول هدفونه سم وي، نو ساینسپوهان هیله من دي چې تر سپټمبر پورې یو میلیون ډوزه جوړ کړي.
د اکسفورډ د جینیر انسټیټيوټ مشر پوهاند اډرین هېل د بي بي سي د سایینس او روغتیا برخې ته وویل: "دا روښانه ده چې نړۍ به میلیونونو ډوزونو ته اړتیا ولري، چې د دې کال تر پای دا وبا ختمه کړو، له قرنطین را ووځو".
دا هغه څه دي چې د هند واکسین جوړوونکو تر نورو مخکې پیل کړي دي.
د ښاغلي پوناوالا کمپنۍ مشر وایي، د څلور سوه تر پنځو سوو میلیونو اضافي ډوزونو وړتیا لري:
"موږ ډېر ظرفیت لرو، ځکه موږ پانګونه کړې ده.
نورې کمپنۍ هم شته. حیدراباد کې بهارت بیوټیچ له ویسکنسین میډیسن او امریکا کې فلوګن کمپنۍ سره شراکت پیل کړی چې نړۍ کې د وېش لپاره د یوه واکسین درې سوه میلیونه ډوزه جوړ کړي.
زیدوس کاډیلا پر دوو واکسینونو کار کوي، بیالوجیکل اي، انډین ایمونولوجیکلز او میانوکس هم یو یو واکسین جوړوي.
نور څلور یا پنځه کورني واکسینونه هم د جوړېدو لومړي پړاو کې دي.

د عکس سرچینه، KALIPRASAD
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر ساینسپوه سویمیا سوامینیتن راته وویل: "کریډېټ یا ویاړ باید هغو کاروالو یا درمل جوړوونکو کمپنیو ته ور کړل شي چې د باکیفیته تولید او د ډېر تولید ممکنولو لپاره یې پانګونه کړې ده".
د نوموړي په خبره: "د دې کمپنیو څېښتنان نړۍ ته د ښو رسولو هدف هم لري، بریالۍ سوداګري هم کوي اودا د ټولولپاره د ګټلو- ګټلومانا لري".
خو کارپوهان بیا هم وایي، خلک باید د واکسین ژر جوړېدو ته په تمه نه اوسي.
د لندن په ایمپریل کالج کې د نړیوالې روغتیا پوهاند ډېویډ نبارو وايي، د اټکل وړ راتلونکي لپاره انسان باید لا هم د کورونا وېروس له ګواښ سره و اوسي، ځکه داسې ضمانت نشته چې واکسین به بریالیتوب سره جوړ شي.
په ورمنټ روغتیایي مرکز کې د واکسین څېړونکی ټېم لاهي خبرداری ور کوي چې ممکن د کورونا وېروس واکسین د بدن زیانمنوونکی دفاعي ځواب وهڅوي.
کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر دوه نیم میلیونو ډېر خلک نیولي او تر یو لک ۷۷ زرو ډېر یې مړه کړي دي.
د خوندي واکسین جوړول به- هغه هم چې په ډېره کچه تولید شي- ډېر وخت وغواړي.
تر دودېدو مخکې باید هر یو په کیمیايي او بیالوجیک ډول وازمویل شي. خو پوناوالا وايي: "موږ هیله لرو ډېره هیله چې په دوو کلونو یا ترې کم وخت کې خوندي او اغېزناک واکسین ولرو".








