کورونا وېروس؛ ''ویټامین ډي" څه ګټه لري؟

روغتیايي چارواکي د قرنطین پر مهال خلکو ته د ویټامین ډي خوړلو سپارښتنه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روغتیايي چارواکي د قرنطین پر مهال خلکو ته د ویټامین ډي خوړلو سپارښتنه کوي

په انګلستان کې د عامې روغتیا اداره بشپړوونکو خوړو ته په‌ پام سره، په اوړي او مني کې د "ویټامین ډي'' د خوړلو سپارښتنه کوي. د کورونا وېروس د خپرېدو له پیل راهیسې هم د "ویټامین ډي" د خوړلو سپارښتنه شوې ده.

تر ډېره موږ په ازاده او پاکه هوا کې د ګرځېدو پرمهال کله مو چې مخ لمر ته مخامخ وي ویټامین ډي ترلاسه کوو.‌

دغه ویټامین چې د لمر له وړانګو ترلاسه کېږي، له بدن سره د ناروغیو پروړاندې د معافیت سیستم په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. د کورونا د وېروس له خپرېدو راهیسې د بدن لپاره بشپړ ویټامین ډي لرل ډېر ګټور دي.

کوم کسان ویټامین ډي ته ډېره اړتیا لري؟

سپارښتنه څه ده؟‌

په برتانیا کې له خلکو غوښتل شوي چې د ژمي په میاشتو ‌(له اکتوبر د مارچ تر لومړۍ) کې هره ورځ لږ تر لږه باید ۱۰ مایکروګرامه بشپړوونکي درمل وخوري، ځکه چې په ژمي کې لمر کم وي او بهر ګرځېدل هم لږ وي، یا که ګرځي هم مخونه یې نیمه پټ وي او د لمر وړانګې ډېرې نه پرې لګي.

د برتانیا د خوړو د موسسې ساره سټانر وايي: "له بده مرغه،‌ د کورونا وېروس په خپرېدو سره، په ازاده هوا کې د خلکو ګرځېدل ډېر کم شوي، نو خلکو ته د حکومت او روغتیايي بنسټونو سپارښتنې ډېرې مهمې دي. تر ډېره موږ ځان ته لږ لمر ورکوو، همدا ده چې ویټامین ډي ته ډېره اړتیا لرو".

ولې "ویټامین ډي" ته اړتیا لرو؟‌

ویټامین ډي التهاب ضد اغېز لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویټامین ډي التهاب ضد اغېز لري

ویټامین ډي د هډوکو،‌ غاښونو او د بدن د غړو د سلامتیا لپاره مهم دي. د ویټامین ډي کمښت د هډوکو د نرمېدو او سولېدو لامل ګرځي، په تېره ماشومان ژر ترې اغېزمنېدای شي.‌

ځینو څېړنو ښودلې چې له خوارځواکۍ ځان ژغورل د زکام او رېزش پر وړاندې د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي، خو داسې کوم ثبوت نه شته چې ګنې ویټامین ډي د بدن د معافیت سیستم تقویه کوي.

ایا ډېر ویټامین وخورم؟‌

نه،‌که څه هم د ویټامین ډي بشپړوونکي درمل ډېر خوندي دي، خو تر ټاکلي حد ډېر خوړل یې ښايي روغتیا ته اوږدمهاله خطر پېښ کړي.

که ویټامین ډي خورئ،‌ نو:

  • د ۱- تر ۱۰ کلونو ماشومانو لپاره یې باید اندازه هره ورځ تر ۵۰ مایکروګرامه ډېره نه وي.
  • تی ردوونکی ماشوم (تر ۱۲میاشتو کم‌عمره) باید هره ورځ تر ۲۵ مایکروګرامه ډېر ونه خوري.
  • بالغ کسان باید په ورځ کې تر ۱۰۰ مایکروګرامه ډېر ونه خوري.‌
یوازې خواړه هم ویټامین ډي نه شي پوره کولی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوازې خواړه هم ویټامین ډي نه شي پوره کولی

ځینې کسان چې ځانګړې ناروغۍ - په تېره د ګوردو ستونزه - ولري، ډاکټران د ویټامین ډي د خوړلو سپارښتنه نه ورته کوي.

ایا ویټامین ډي د کورونا لپاره وقایه ده؟

نه،‌هېڅ‌ داسې ثبوت نه شت چې ګنې ویټامین ډي دې د ساري ناروغۍ - چې کورونا وېروس هم پکې راځي - د لېږد مخه ونیسي، خو پوهان پر دې اند دي چې ښايي د کورونا په وقایه کې یوڅه مرسته وکړای شي.

بشپړوونکي ویټامین ډي تر ډېره په D3, D2 نومونو خرڅېږي، خو کوچنیو ماشومانو ته د قطرې په بڼه ورکول کېږي.

که څه هم په کبانو، هګیو، مستو او نورو خوړو کې ویټامین ډي شته، خو یوازې د خوړو له لارې نه شي پوره کېدای.

کورونا
د ویډیو تشریح، کووید-۱۹: پر پنځو ټکو باید پوه شو
کورنا