څومره وخت کې له کورونا وېروس بېرته رغېدلی شئ؟

Medical staff in Turkey who contracted Covid-19 are released from hospital

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له کورونا وېروس بیا رغېدنه ستاسې په عمر، جنسیت او نورو ناروغیو پورې اړه لري
    • Author, جېمز ګلېګر
    • دنده, د بي بي سي د روغتیا برخې خبریال

له کورونا وېروس بېرته رغېدنه په دې پورې اړه لري چې دې وېروس پر تاسې څومره اغېز کړی، یا په بله مانا څومره یې ناروغه کړي یاست. ځینې کسان په چټکۍ سره له دې وېروسه رغېږي، خو د ځینو نورو لپاره دوامداره ستونزې پیدا کولی شي.

په دې برخه کې ستاسې عمر، جنسیت او نورې ناروغۍ هم مهم رول لري، او د دې لامل کېداشي چې کووېډ۱۹ ناروغي مو جدي شي.

که علایم مې ډېر جدي نه وي نو بیا؟

په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته ډېری کسان دوه عمده علایم لري، چې ټوخی او تبه دي. ځینې کسان د دې ترڅنګ د بدن خوږ، ستړیا، د ستوني خوږ او د سر خوږ هم درلودلی شي.

په پیل کې ټوخی وچ وي، خو ځینې کسان له څه مودې وروسته په ټوخي کې بلغم ګوري. دا بلغم په اصل کې ستاسې د سږو هغه حجرې دي چې کورونا وېروس وژلې دي.

که یو څوک دا علایم ولري نو د درملنې لپاره ورته د استراحت یا ارام کولو، د اوبو او نورو مایعاتو څښلو او پراستمول اخیستو سپارښتنه کېږي.

Woman with a purple face mask

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې کسان ژر بېرته رغېږي، خو نور بیا وخت نیولی شي

هغه کسان چې علایم یې ډېر جدي نه وي نو چټکۍ بېرته رغېدلی شي. تبه یې په ورځو کې ختمېږي، خو ټوخی یې شاید یو څه موده دوام وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان څېړنه ښیي چې په مجموعي توګه د عادي علایمو ناروغ په دوه اوونیو کې بېرته رغېږي.

خو که جدي علایم ولرم نو څه به کېږي؟

د ځینو کسانو لپاره دا ناروغي جدي ستونزې زېږولی شي. عموماً په وېروس له اخته کېدو ۷ یا ۱۰ ورځې وروسته د ځینو کسانو وضعیت خرابېږي.

دا ناروغۍ کولی شي په ناڅاپي توګه له عادي حالت نه جدي حالت ته واوړي. جدي حالت کې ساه اخیستل ګران وي او سږي مو پړسېږي.

په دې حالت کې ستاې د بدن دفاعي نظام له وېروس سره په جګړه بوخت وي، خو دومره جدي غبرګون ورته ښیي چې د ګټې پر ځای تاوان کوي او حالت مو لا خرابېږي.

ځینې کسان ان دې ته اړکېږي چې د ساه اخیستو لپاره روغتون ته ورسول شي چې د ماشین په مرسته اکسیجن واخلي.

ډاکټران وایي، ښایي ډېر وخت ولګېږي چې بېرته مو ساه اخیستل عادي شي، ځکه بدن مو د شاک حالت کې وي او د بیا رغېدنې هڅه کوي.

په داسې وضعیت اخته کسان ښایي د بشپړ درملنې لپاره له دوه اوونیو تر اته اوونیو وخت ونیسي، او په دې ټوله موده کې به د سختې ستړیا احساس کوي.

که روغتون کې جدي مراقبت ته اړتیا ولرم؟

A patient who recovered from the Covid-19 leaves hospital in the city of Sale, Morocco

د عکس سرچینه، FADEL SENNA

د عکس تشریح، له جدي پاملرنې وروسته بشپړه رغېدنه وخت نیسي

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د کووېډ-۱۹ په هرو ۲۰ ناروغانو کې یو یې په روغتون کې جدي پاملرنې یا مراقبت ته اړتیا لري.

دا کسان ښایي ځینې وخت بېهوښۍ او مصنوعي اکسیجن ته اړتیا ولري.

که هره ناروغي ولرئ، کله چې د جدي مراقبت یا پاملرنې څانګړې (ای سي یو) ته یوړل شوی نو بېرته ترېنه راوتل وخت غواړي.

که د ناورغ وضعیت ښه شو نو بېرته عادي څانګې ته راوړل کېږي، او بیا په مناسب وخت کور ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

ډاکټران وایي، هر هغه ناروغ چې د جدي مراقبت څانګه کې وخت تېر کړي، یو کال یا ان ۱۸ میاشتې وخت نیسي چې په بشپړه توګه بېرته نورمال حالت ته ستون شي.

دا ځکه چې که یو ناروغ د روغتون به بستر کې ډېر وخت تېر کړي نو وزن بایلي، غړي یې کمزوري کېږي او ځینې کسان خو د قدم اخیستو لپاره ان فېزیوتراپۍ ته اړتیا پیدا کوي.

د جدي مراقبت یا پاملرنې څانګه کې وخت تېرول د ذهني ګډوډۍ او رواني ناروغۍ لامل هم کېدلی شي.

د دې حالت یوه بله ځانګړنه دا ده چې ناروغ له بیخي ډېره ستوماني احساسوي، او ډېر خوب کوي. له دې وضعیت ته د راوتلو لپاره ناروغ ډېر وخت اخلي، او ځینې وخت دا علایم ان تر میاشتو دوام کوي.

خو په جدي مراقبت څانګه کې هم ټول ناروغان یو شان وخت نه تېروي، ځینې یې ژر رخصتېږي او ځینو نور بیا ان تر اوونیو پکې پاتې وي.

ایا کورونا وېروس مې روغتیا ته اوږدمهاله زیان هم رسوي؟

Coronavirus rehabilitation in France

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کورونا وېروس د ځینو کسانو لپاره اوږدمهاله ستونزې پیدا کولی شي

لا په دې اړه کره خبره نشي کېدلی، ځکه دا وېروس نوی دی او ځکه یې اړوند ارقام هم تازه دي.

خو ځینو نورو ناروغیو کې چې کله د ناورغ د بدن دفاعي نظام جدي غبرګون ښودلی نو ځینې اوږدمهال تنفسي ستونزې ورته پیدا شوې دي.

دا ستونزې ان له ناروغۍ پنځه کاله وروسته هم پاتې شوي، او اغېزمن کس ته یې فزیکي او رواني کړاو پیدا کړی.

ډاکټران له کورونا وېروس د بشپړ رغېدنې لپاره پر رواني درملنه هم ټینګار کوي.

که چې یو ناروغ د جدي پاملرنې څانګړې ته وړل کېږي نو هېڅوک اټکل نشي کولی چې روغ به راووځي که نه.

له بېول کېدو مخکې ډاکټر له ناروغ پوښتنه کوي چې ایا خپلې کورنۍ سره خدای پاماني کول غواړي. دا وضعیت پخپله وېروونکی دی او ډېرو کسانو لپاره رواني تکلیف پیدا کوي.

څومره کسان بېرته رغېدلي دي؟

په دې اړه هم کره شمېر ښودل ګرانه خبره ده. خو د جان هاپکنز پوهنتون وایي، تر دې دمه د څه کم ۳ میلیونه ناروغانو له ډلې یې څه باندې ۸ لکه کسان بېرته ښه شوي دي.

خو هر هېواد د شمېرو ثبتولو جلا طریقه لري، او ځینې خو رغېدلي کسان هېڅ شمېرې هم نه او له همدې کبله د عادي علایمو لرونکي ناروغان اصلاً په لېست کې نه راځي.

ایا دویم ځل هم په کورنا وېروس اخته کېدلی شم؟

Scientists work in a lab in New York city - trying to validate a rapid antibody test for Covid-19 using samples from patients who have recovered from the disease

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دویم ځل په کورونا وېروس د اخته کېډو په اړه لا کره خبره نشي کېډلی، او وروسته به مالومه شي چې واکسینونه او د بدن دفاعي نظام دې وېروس یا ناروغۍ ته څه ډول غبرګون ښیي

د کورونا وېروس پر ضد د بدن د دفاعي نظام یا د رغېدنې د دوام په اړه ډېرې خبرې کېږي، خو کره شواهد تر اوسه کم دي.

هغه کسان چې له دې وېروسه ښه کېږي، تمه کېږي چې بدن به یې پر ضد خپل دفاعي غبرګون پیاوړی کړی وي.

دویم ځل په دې وېروس اخته کېدل ډېر لاملونه درلودلی شي، د بېلګې په تګه کېدای شي د لومړۍ معاینې پایله مو ناسمه وه او هغه وخت تاسې وېروس اصلاً نه درلود، خو اوس پرې اخته شوي یاست.

نو د دې وېروس پر ضد د بدن د دفاعي نظام غبرګون، او د دوامداره خوندیتوب موضوع مهمه ده.

دې برخه کې څېړنې به جوته کړي چې ایا یو کس دویم ځل هم په کورونا وېروس اخته کېدلی شي، او واکسین څومره اغېزمن ثابتېدلی شي.