تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کامرې په مټ یې د تیو سرطان وموندل شو
د تیو په سرطان یوې اخته سیلانۍ چې سکاټلنډ ته تللې وه، د حرارتي کامرې په مټ یې اخیستل شوي عکس د تیو سرطان وموندل شو.
بال جېل له خپلې کورنۍ سره په مې میاشت کې د سکاټلنډ ته تللې وه.
کله چې هغه د حرارتي کامرې خونې ته ننوته، ویې لیدل چې د کیڼ تي رنګ یې د ښي تي له رنګه توپیر درلود.
کور ته له ستنېدو وروسته ډاکتر ته ورغله، هغه ورته وویل چې د تیو سرطان لري.
دې ته وویل شول چې حرارتي کامرې د سرطان مالومولو کې کارول کېدای شي.
په لومړي پړاو کې په سرطان اخته کېدل
حرارتي انځور له وړانګو پرته په تیو کې د پوستني د حرارت د درجې په کچه کار کوي.
سرطاني ژونکې وده کوي او ژر ډېرېږي، ځکه چې په وینه کې ژر وده کوي، همدا ده چې د پوستکي د حرارت درجه ورسره لوړېږي.
جیل وايي: "کله چې موږ د حرارتي انځور خونې زینو ته ختلو، خپلو انځورونو ته مو کتل. کله مې چې د کیڼ تي انځور رنګ بدل ولید، ناشنا راته مالوم شو او د نورو انځورونه داسې نه وو."
څو ورځې وروسته د دوو ماشومانو مور جیل انځور بیا ولید.
په ګوګل کې یې د تیو د سرطان او د حرارتي کامرو په اړه معلومات ولټول، وروسته ډاکتر ورته وویل چې د تیو سرطان یې لومړي پړاو کې دی.
هغې یو ځل جراحي عملیات ورکړل، د تیو ایستلو عملیات وو. بل ځل به نومبر کې عملیات کوي. هغې ته ویل شوي چې کیمیاوي درملنې ته اړتیا لري.
دا وايي: "که کامره نه وای، ناروغي به مې نه وه په ډاګه شوې، پوهېږم دا د کامرې دنده نه ده، خو له ما سره یې ډېره همکاري وکړه".
ډاکتره تریسي جیلیز وايي، حرارتي انځور مخکې هم د سرطان موندلو کې کارول شوی، خو د تشخیص د یوې وسیلې په توګه باور نه دی پرې شوی.
دا زیاتوي، د تیو سرطان لومړي پړاو کې د هغه د درملنې فرصتونه ډېرېږي.